د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جرمني د نازي رژیم د یو کمپ پخوانی ساتونکی وایسته 


امریکایي مقامات وایي د جرمني د نازي رژیم د اجباري کار د یو کمپ یو پخوانی ساتونکی یې له هیواد نه ایستلی دی.

فردریک کارل برګر، پرون د فبرورۍ په ۲۰ په امریکا کې د شاوخوا ۶۲ کاله ژوند وروسته جرمني ته ورسید او ددې هیواد پولیسو ترې پلټنې پیل کړې.

ښاغلي برګر د ۱۹۵۹ کال راهیسې د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کاوه.

د امریکا د مهاجرت د ادارې مقاماتو ویلي چې د جرمني دغه ۹۵ کلن اوسیدونکی فردریک کارل برګر په ۱۹۴۵ کې د نوین ګامه اجباري کار په کمپ کې د کار کولو په دلیل له امریکا څخه بېرته جرمني ته ستون کړای شو.

د امریکا د عدلیې وزارت ددغې قضیې په هکله څیړنې کولې او د هغه د ایستلو حکم تېرکال د فبرورۍ په میاشت کې د تینسي ایالت د ممفس ښار د یوې محکمې له خوا صادر شوی و.

ښاغلي برګر اعتراف کړی چې د دوهمې تړیوالې جګړې په وروستیو کې یې د څو اونیو لپاره پدغه کمپ کې کار کړی دی، خو د بندیانو سره هیڅ ډول بد چلند او یا وژنو شاهد نه و.

د جرمني څارنوالانو د پوره شواهدو د نشتون په وجه د هغه دوسیه بنده کړې، خو بیا هم جرمني څارنوالان پدې وروستیو کلونو کې دې نتیجې ته رسیدلي هغه ساتونکو چې په څو کمپونو کې یې کار کړی ښایي په قتلونو کې د همکارۍ په وجه مجرم وګڼل شي، که څه هم چې د جرم د اثبات لپاره یې مدرک هم نه وي.

ښاغلي برګر د خپلو اعترافاتو په ترڅ منلي چې هغه د بندیانو د فرار د مخنیوي لپاره موظف شوی و.

د جرمني د نازي رژیم د اجباري کار د نوین ګامه په کمپ کې چیرته چې ښاغلي برګر دنده ترسره کړې په عمومي توګه پولنډیان، روسان، هالنډیان، یهودان او د رژیم مخالفین ساتل کیدل.

XS
SM
MD
LG