د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش- خراسان جګپوړي غړي د ترهګرو په ځانګړي لیست کې شامل کړل

امریکایي چاراکي اټکل کوي چې داعش-خراسان په افغانستان کې شاوخوا ۲ زره وسله وال لري.
امریکایي چاراکي اټکل کوي چې داعش-خراسان په افغانستان کې شاوخوا ۲ زره وسله وال لري.

امریکا په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې د څو جګپوړو چارواکو او د یو مالي ملاتړ کوونکي چې دې ډلې ته د بهرنیو جنګیالیو په پیدا کولو کې مرسته کوي نومونه د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي لیست کې شامل کړل.

د بهرنیو چارو وزارت پدې ځانګړې لیست کې د داعش-خراسان د څانګې د جګپوړي مشر ثناالله غفاري، سلطان عزیز اعظم او مولوي رجب نومونه وراضافه شوي.

ثناالله غفاري چې په ثناالله او شهاب المهاجر هم مشهور دی،د ۲۰۲۰ کال د مې د میاشتې راپدیخوا وروسته تر هغه د دې ډلې مشر وټاکل شو چې پخوانی مشر یې د افغانستان امنیتي ځواکونو ونیوه.

استخباراتي معلومات چې د همدې روان کال په پيل کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد چارواکو سره شریک شوي، پکې ویل شوي چې غفاري د کابل د یوې سیمې نه فعالیت کوي او د دې ډلې غړیو په همدې سیمې کې چې نوم یې ندی اخیستل شوی د وسله والو پټ مرکزونه جوړ کړي و.

د داعش-خراسان د دې جګپوړیو غړیو تر څنګ چې نومونه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو پدې ځانګړې لیست کې اچول شوي، د امریکا د خزانې وزارت د عصمت الله خالوزي په نامه په یو تن بندیز لګولی. خالوزی د داعش-خراسان څانګې یو جګپوړی مالي ملاتړ کوونکی او مرسته کوونکی بلل شوی.

د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې خالزوي د داعش د جګپوړیو غړیو لپاره څو ماموریتونه کړي او د بهرنیو جګړه مارانو سره افغانستان ته په راتګ کې مرسته کوي.

د نړیوالو ترهګرو پدې ځانګړې لیست کې د داعش-خراسان د جګپوړیو چارواکو د نومونو په اضافه کولو سره د واشنګټن لپاره آسانه کیږي چې هغو پیسو او شتمنیو ته د دوي او ملګرو لاسرسی بند کړي چې د امریکا مالي نظام سره تړاو لري.

سره لدې چې د افغانستان د حکومت، طالبانو او امریکایي ځواکونو لخوا د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کېد داعش-خراسان ډله په افغانستان کې د هغوي د قوي مرکزونو نه وشړل او وځپل شوه، خو د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه ډله یو ځل بیا په افغانستان کې فعاله شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو جګپوړي دپلومات تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې داسې ښکاري د داعش-خراسان ډله تقریباً د افغانستان په ټولو ولایتونو کې حضور ولري.

د ملګرو ملتونو تر څنګ د امریکا د متحده ایالتو د استخباراتي ادارو او دفاع وزارت جګپوړو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې دغه ترهګره ډله ښایي لږ تر لږه په راتلونکو ۶ میاشتو کې د امریکا او لویدیځ په ګټو د برید کولو توان تر لاسه کړي.

امریکایي چارواکي اټکل شوي چې داعش ښایي په افغانسان کې لږ تر لږه ۲ زره وسله وال ولري خو دا چې طالبانو د اګست په میاشت کې په کابل کې د واک نیولو نه وروسته د افغانستان د ټولو زندانونو څخه بندیان خوشې کړل، پدې سره د داعش-خراسان د غړیو شمیر هم ډیر شو.

د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې پدې تیرو څو کالونو کې د څو خونړیو بریدونو د کولو ادعاوې کړلې چې تر ټولو غټه یې د کابل په هوایي ډګر کې هغه مهال وه چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د افغانستان نه د خطر سره مخ افغانان را ایستل. په برید کې د ۱۳ امریکایي ځواکونو په ګډون څه باندې ۱۵۰ ملکي افغانان ووژل شول.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په تړون کې چې په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو منلې چې په افغانستان کې به د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه نیسي تر څو دا ډلې ونشي کړی خل استخدام کړي، مالې مرستې راټولې کړي او بالاخره په غربي هیوادونو بریدونه وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG