د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا : سودان کې ملیشو نسل وژنه کړې ؛ په مشر یې بندیزونه ولګول


متحده ایالاتو سه شنبه جنوري اوومه ( مرغومي ۱۸) پریکړه وکړله چې په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ملیشو نسله وژنه کړې او د دې ملیشو په مشر، محمد حمدان ډاګلو یې بندیزونه ولګول.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وویل چې دا پریکړه د هغو معلوماتو پر اساس شوې چې د RSF ملیشو سړي او هلکان په سیستماتیکه توګه وژلي دي او د یوې ځانګړې قبیلې په میرمنو او نجونو یې جنسي تیری کړی.

ښاغلي بلینکن چې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو په مشر یې ددې بندیزونو اعلان کاوه زیاته کړه، " متحده ایالات ژمنه کوي چې د مسؤلو کسانو سره حساب وکړي".

د امریکا دې تر تولو لوړي پوړي دیپلومات دا هم وویل چې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو د سودان ولس پر ضد سیستماتیکو ظلمونو کولو کې لاس درلود.
د ملیشو پدې مشر پخوا هم د دارفور په سیمې کې د بشري حقونو څخه جدي سرغړاونو له کبله بندیزونه لګول شوي و، په ځانګړې توګه پدې سیمې کې د دې ملیشو غړیو لخوا په میرمنو ډله ایز جنسي تیري.

د متحده ایالات بندیزونه پدې معنی چې د ملیشو دا مشر او کورنۍ یې امریکا ته د راتګ اجازه نلري.

په سودان کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې د سودان وسله وال پوځ لوی درستیز، جنرال عبدالفتاح برهان او ملیشو مشر، جنرال محمد حمدان ډاګلو تر منځ جګړه پیل شوې څو ځله اوربندونه وشول تر څو جګړه پای ته ورسیږي خو دې هڅو تر اوسه ښکاره نتیجه نده ورکړې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په سودان کې د تازه جګړې له کبله څه باندې ۳ ملیونه وګړي بې کوره شوي چې ۷ سوه زره یې ګاونډیو هیوادونو ته کډې کیدو ته اړ شویدي.

د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) هغه ملیشې دي چې د سودان پخواني دکتاتور عمر البشیر په ۲۰۰۳ کال کې د دارفور په سیمه کې د قومي اقلیتونو لخوا د پیل شوي بغاوت ځپلو لپاره وګمارلې.

پدې ډلې د ډله ایزې وژنې، جنګي جنایاتو او بشریت ضد جنایاتو تورونه لګول شویدي.
ملګري ملتونه وایي چې په سودان کې څه باندې ۳۰ میلیونه وګړي چې د نیمایي څخه زیات یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG