د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزیر تاد بلانچ وايي چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د افغان سرحدي ځواکونو یو پخوانی قوماندان عبدالظاهر قدیر چې په "حاجي عبدالظاهر" شهرت لري، د امنیتي مامورینو لخوا تر نیول کېدو مخکې، د نشه توکو او وسلو یو لوی نړیوال قاچاق کوونکی و.
د عدلیې وزرات د جمعې په ورځ [جولای ۱۰مه] د یوه مفصل بیان په خپرولو سره لیکلي چې په شکایت لیک کې عبدالظاهر قدیر "د هیرویین او میتامفیټامین د واردولو د دسیسې او په اړوندو وسلوالو جرمونو" تورن شوی دی.
ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۵مه د کېنیا په مرکز نایروبي کې ونیول شو او د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۰مه متحدو ایالتونو ته انتقال شو. دی د همدې جمعې په ورځ د نیویارک منهاتن فدرالي محکمې ته حاضر شو.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزیر تاد بلانچ ویلي: "په داسې حال کې چې ځان د افغانستان سیاسي مشر بولي، ادعا کیږي چې عبدالظاهر قدیر د خطرناکو او اعتیاد رامنځته کوونکو نشه يي توکو او درنو وسلو په قاچاق کې ښکېل یو جرمي کاروان رهبري کاوه."
په همدې حال کې د نیویارک د سویلي حوزې لپاره د متحدو ایالتونو څارنوال جې کلیټن وايي چې عبدالظاهر قدیر په نړیواله کچه د نشه يي توکو او پوځي وسلو د قاچاقبر په توګه "دوه ګونی رول" لوباوه.
کلیټن وویل: "د ډېرو زیاتو زهرو، د درنو ماشینګڼو او د اوږو د راکټونو په شمول، د قاچاق د هڅې په ترڅ کې د ادعا له مخې، قدیر یو پیرودونکي باندې دوه کیلوګرامه توکي پلورلي وو چې په سویلي افریقا کې ورته وسپارل شول. قدیر له دې نه و خبر چې هغه پیرودونکی د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې سره کار کاوه."
د متحدو ایالتونو د نشه توکو سره د مبارزې ادارې (DAE) مشر ټېرانس کول ویلي چې واشنګټن به "په پوره قوت" د عبدالظاهر قدیر په څېر کسان عدالت ته وسپاري.
کول ویلي: "قدیر ته د خپل هېواد د پولو د ساتنې دنده سپارل شوې وه خو هغه له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړه څو د نشه توکو او وسلو قاچاق اسانه کړي چې تاوتریخوالی او بې ثباتي يي رامنځته کړه."
عبدالظاهر قدیر د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پنځلسمې نېټې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د ولسي جرګې غړی و. دی په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرګې د مرستیال په توګه وټاکل شو. تردې مخکې، قدیر په تخار ولایت کې د سرحدي ځواکونو د اتمې لوا قوماندان هم پاتې شوی دی.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وايي چې عبدالظاهر قدیر د نشه يي توکو په واردولو تورن شوی چې لږه سزا یې لس کاله زندان او ډېره سزا یې عمري بند دی. د وسلو او نشه يي توکو د پلورولو او قاچاق په قضیه کې بیا قدیر ۳۰ کاله زندان او یا عمري بند سره مخ دی.
فورم \ دبحث خونه