د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا نړۍ ته ۱.۱ میلیارده ډوزه د کرونا ضد واکسین ورکوي


د امریکا متحده ایالاتو نړۍ ته تر بل هیواد ډیر د کرونا ضد واکسین ورکړي او د نورو ژمنه یې هم کړې
د امریکا متحده ایالاتو نړۍ ته تر بل هیواد ډیر د کرونا ضد واکسین ورکړي او د نورو ژمنه یې هم کړې

د امریکا متحده ایالاتو نړۍ ته تر بل هیواد ډیر د کرونا ضد واکسین ورکړي او د نورو ژمنه یې هم کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له دې یو اعشاریه یو میلیارد ډوزه واکسین څخه یې شاوخوا ۱۷۲ میلیونه ډوزه چې ۱۵ سلنه کیږي، بهر ته لیږل شوي.

سپینه مانۍ وایي د کرونا ضد۲۰۰ میلیون نور ډوزه به د روان کال تر پایهرورسول شي او پاتې ۸۰۰ میلیونه ډوز به د ۲۰۲۲ تر سپتمبر پورې ولیږل شي.

امریکا په هیواد کې دننه د مصرفیدونکې واکسین دری برابره له هیواده بهر لیږي. دا د امریکا د ولسمشر جو بایډن هوډ دی چې د نړۍ سره د واکسین په برخې کې مرسته وکړي.

ولسمشر بایډن وایي "امریکا د فایزر نیم میلیارد ډوزه نور واکسین اخلي چې د نړۍ د ټیټ یا متوسط عاید لرونکو هیوادونو ته یې ورکړي. دا نیم میلیارد ډوزه به په راتلونکې یو کال کې ولیږل شي. له دې سره د واکسین په برخې کې زمونږه مرستې یو اعشاریه یو میلیارد ډوزو ته ورسیږي. "

خیریه سازمانونه وایي د دغو لګول شویو واکسینونونو اتیا سلنه بډایه هیوادونو ته ورکړل شوي او څه کم یو سلنه یې ټیت عایدلرونکي هیوادونو ته لیږل شوي.

په سترو عایدلرونکو هیوادونو امریکا، اروپایی اتحادیه، بریټانیه، کاناډا او چین کې د واکسین د ذخیرو په اړه د یوه څیړونکي شرکت ایرفینټي مالومات ښيي چې - د سپتمبر تر پای پورې پکې د ۶۷۰ ملیون ډوزه واکسین نه ډیر پاتې و حتی وروسته لدې چې دغو هیوادونو له ۱۲ کلن نه پورته عمرلرونکو خلکو ته ددریم دور واکسین وړاندیز هم کړی و.

د آکسفام په ادارې کې روبي سلویرمن وایي "اوس وضعیت داسې دی چې بډایه هیوادونه د خپلې اړتیا نه درې چنده زیات واکسین ډوز لري. د دې اول خطر دا دی چې د نړۍ ډیرو هیوادونو ته نرسیږي او دویم ټول ترلاسه شوي واکسین به نه شي کارولی."

سلویرمن زیاته کړه "موږ دمخه لیدلي چې بډایه هیوادونه ملیونونه ډوزه واکسین ضایع کوي ځکه چې د کارولو له مخه تاریخ یې تیریږي."

د ایرفینتي معلومات ښیې چې واکسین جوړونکي شرکتونه په میاشت کې ۱،۵ملیارده دوزه واکسین تولیدوي.

تر اوسه په نړۍ کې څه باندې ۶ ملیارده ډوزه واکسینونه خلکو ته لګول شوي، د روغتیا د نړیوال سازمان هدف دا دی که چیرې بډایه هیوادونه ځان ته د واکسین د اخیستلو بهیر سوکه کړي، په څو میاشتو کې به پاتې ۵ میلیارد ډوزه نور واکسین هم په نړۍ کې خلکو ته ولګول شي.

XS
SM
MD
LG