د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت "مامور" نه دی او د دغه حکومت استازیتوب هم نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې پخوانی امریکايي ډیپلومات زلمی خلیلزاد د طالبانو له حکومت سره د یوه سعودي شرکت لپاره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج د تړون د لاسلیک پر مهال په کابل کې حاضر و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې د خلیلزاد ټول فعالیتونه د هغه په "شخصي ظرفیت" کې کېږي او د امریکا د حکومت استازیتوب نه کوي.
بلخوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد له ۲۰۱۸-۲۰۲۱ کلونو پورې پورې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی و. دا د امریکا په حکومت کې د هغه وروستۍ مهمه رسمي دنده وه، چې له هغې وروسته یې له حکومتي دندې استعفا وکړه.
له دې وروستۍ ډیپلوماتیکې دندې وړاندې، خلیلزاد په امریکا کې ګڼې حکومتي دندې ترسره کړې دي.
هغه ۲۰۰۷-۲۰۰۹ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر، له ۲۰۰۵-۲۰۰۷ پورې په عراق کې د امریکا د سفیر، او له ۲۰۰۳-۲۰۰۵ کلونو پورې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د خپلې کاري سابقې په لومړیو کې، نوموړي د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر د ځانګړي مرستیال او د ملي امنیت شورا د لوړپوړي رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.
فورم \ دبحث خونه