د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په جاپان کې د رادار یو نوی مرکز جوړوو


امریکا وايي چې په جاپان کې به یو نوي دفاعي رادار سټیشن جوړ کړي او د آرام سمندر د پاسه به د ډرون بې پیلوټه الوتکې د کشفي ماموریتونو دپاره وګماري.

دا قدام د جاپان او امریکې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د هغو مذاکراتو نه وروسته کیږي چې په توکیو کې وشولې.

دامریکې د باندنیو چارو وزیر جان کییري او د دفاع وزیر چک هېګل په دې اړه د خپلو جاپاني هم منصبانو سره وکتل او د امریکې او جاپان ترمنځ د دفاعي اړیکو په اړه یې ورسره په تفصیل خبري وکړلې.

د یوې نوي موافقې له مخې به امریکا د جاپان دامنیت په خاطر د ګلوبل هاک په نوم د اوږدې مسافې ډورن اکتشافي الوتکې ولیږي. د چین او جاپان ترمنځ په آرام سمندر کې د څو ټاپوګانو پر سر سخته لانجه راپورته شوې ده او تشنج یې مخ پر زیاتیدو دی.

له بلي خوا امریکا وایي چی بل کال به دX-band په نوم د رادار یو پرمختللی سیسټم په جاپان کې په خپلې نظامي اډې کې ولګوي تر څو دجاپان په لویدیځ ساحل کې د شمالي کوریا د اوږده واټن د توغندیو د خطر مخه ونیول شي. د دې موافقې له مخې به امریکا د جاپان د اوکیناوا په ټاپو کې دخپلې نظامي اډې نه ٥٠٠٠ عسکر وباسي او د ارام سمندر نورو برخو ته به یې انتقال کړي چې د ټولو مصارفو دریمه برخه به یې دجاپان حکومت ورکوي.

د تیرو ۱۵ کلونو په دوران کې دا لومړی ځل دی چې امریکا او جاپان خپلې دفاعي اړیکې له سره پیاوړي کړي دي او یوه نوې دفاعي موافقه یې لاس لیک کړې ده
XS
SM
MD
LG