د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د امریکا اقتصادي بیارغونه کلونو ته اړتیا لري


اوباما: د امریکا اقتصادي بیارغونه کلونو ته اړتیا لري
اوباما: د امریکا اقتصادي بیارغونه کلونو ته اړتیا لري

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د امریکا د اقتصاد بیارغونه یوه اوږده پروسه ده چې کولای شي ډیر کلونو په کښوزي.

ښاغلي اوباما په یوې تلویزوني مرکې کې چې نن د یکشنبې په ورځ به د سي بي اس په تلویزون کې خپره شي وویل چې د امریکا اقتصادي ستونزې د اوس نه بلکې د دوو لسیزو راهیسي کرار کرار پسي ډیریدې او جوړول یې د ولسمشرې د یوې دورې نه زیات وخت اخلي. امکان یې شته چې د یوه ولسمشر نه زیات ضرورت وي چې کار پرې وکړي.

ښاغلي اوباما ځان ته د یوې داسي کښتۍ د کپتان خطاب وکړ چې د غټو سیلابونو او توپانونو له منځه تیریږي.

د ښاغلي اوباما د مرکې غټ ټکي مخکي له دینه چې دغه مرکه نن خپره شي د سي بي اس د شبکې له خوا خپاره شول .

د یادونې وړ ده چې د امریکا اقتصاد په دې ورستیو کې د پرمختګ مثبتې نښې ښودلي دي او د بیکارۍ کچه د ۹ فیصدو نه ۸،۶ فیصدو ته راکښته شوې ده خو اوس هم د نورمال حالت نه چې باید ۴ یا ۵ فیصده وي، ډیره لیري ده.

ټاکل شوې ده چې د راروان کال په نومبر کې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې وشي. په دغو ټولټاکنو کې بیکارۍ یوه مهم مسله ګڼل کېږي او د ښاغي اوباما د دویمې دورې په ټاکلو کې یو مهم لامل بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG