د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د بې کارۍ کچه رالوېدلې ده


امریکا وايي چې د اګست په میاشت کې ددغه هېواد د کارموندنې مارکیټ وده کړې ده او د بې کارۍ فیصدي د ۲۰۰۸ کال راهیسي تر ټولو کښتې کچې ته رالوېدلې ده.

د امریکا اقتصاد د اګست په میاشت کې ۱۶۹ زره نوي وظیفې رامنځ ته کړي دي. حکومت د جمعې په ورځ وویل چې د بې کارۍ فیصدي ۷،۳ فیصده ته رالوېدلې ده.

د اګست د میاشتې نوي رامنځ ته شوي وظیفې دا ښيي چې د امریکا اقتصاد چې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد دی، مخ پر ودې دی خو پرمختګ یې د ۲۰۱۳ کال د پیل په مقایسه میانه دی.

په خپل نوي ریپوټ کې حکومت د جون او د جولای د میاشتو په ریپوټونو کې هم تیغیرات راوستي دي او ویلي یې دي چې په دواړو میاشتو کې اقتصاد د اټکل شوي شمیر څخه ۷۴ زره لږ وظیفې رامنځ ته کړي دي.

د وظیفو نسبتا کمزوری رشد کولای سي د امریکا د مرکزي بانک ځیني اقتصادي پریکړې مغلقې کړي.

د فیډرال ریزرف یا د امریکا مرکزي بانک د پالیسۍ د برخې مسولین پردې باندې غور کوي چې آیا د ۸۵ میلیاردو ډالرو په اندازه پیسې چې هره میاشت یې حکومت د اقتصادي فعالیت د رامنځ ته کولو لپاره د اسهامو په رانیول بندوي هغه ودروي او که نه.

مرکزي بانک ویلي دي چې ښايي د یادشویو پیسو په اندازه کې لږوالی پیل کړي او د ۲۰۱۴ کال په نیمايي کې دغه پیسې ودروي. ټاکل شوې چې د پالیسۍ د برخې مامورین پردې مسلې باندې خپل په راتلونکې غونډه کې چې په راتلونکو دوو اونیوو کې ترسره کېږي بحث وکړي. په دې غونډه کې کیدای شي چې پریکړه وشي چې د ۸۵ میلیاردو ډالرو لګول کرار کرار کم سي او یا دا پریکړه وشي چې نور اقتصادي ریپوټونو ته معطله شي او د هغوي د معلوماتو په درشل کې اقدام وشي.
XS
SM
MD
LG