د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري: زه به د ټولو امریکایانو ولسمشره یم


Hillary Clinton
Hillary Clinton

د امریکا د فلادلفیا په ښار کې د ډیموکراتانو څلور ورځنی ملي‌ کنوانسیون د هیلري‌ کلنټن په خبرو او د ګوند له لوري‌ د خپلې کاندیداتوري‌ په منلو ختم شو. هیلري‌ کلنټن وویل،‌ ویاړي‌ چې ګوند یې د جمهوري‌ ریاست په انتخاباتو کې هغه کاندیده کړه.

میرمن کلنټن په خپلې اوږدې وینا کې په مقدماتي‌ انتخاباتو کې له خپل سیال برني‌سندرز نه هم مننه وکړه،‌ چې د هغه په پلوۍ له کاندیداتورۍ لاس په سر شو او وویل چې د سندرز ګټه او تاوان د ټول ګوند ګټه او تاوان دی.

هیلري‌ کلنټن امریکایانو ته وویل چې پر هغې باور وکړي،‌ رایه ورکړي او په انتخاباتو کې یې بریالۍ کړي،‌ هغه ټینګار وکړ،‌ چې د ټولو امریکایانو د حقونو او د امریکا د خوندي‌ ساتلو لپاره هلې ځلې همداسې روانې وساتي.

په پای کې د هغې کاندید مرستیال ټیم کین هم له هغې سره یو ځای شو
په پای کې د هغې کاندید مرستیال ټیم کین هم له هغې سره یو ځای شو

هغه له ترهګرۍ سره مبارزه،‌ د اقلیم بدلون،‌ په امریکا کې پر وسلو محدودیت او یو لړ داسې نورو مسایلو باندې هم وغږېدله. هیلري‌ کلنټن وویل،‌ چې که ولسمشره شوه،‌ په کابل،‌ بغداد، دمشق او د نړۍ په نورو سیمو کې به د امنیت ټېنګولو لپاره نړیوال متحدین لا سره یو موټی کړی او په ګډه به سره کار وکړي.

هغې وویل، چې د داعش د ځپلو لپاره به اړوندو هېوادونو کې ملي ځواکونه روزي، تجهیزوي‌ او که اړتیا پیدا شوه د هوايي‌ ځواک په برخه کې به مرسته هم ورسره کوي.

هیلري کلنټن د تل په څیر پر خپل جمهوري‌ غوښتونکي‌ سیال دونلډ ترمپ په وار وار نیوکې وکړ او د هغه پر ځینو پلانونو یې ملنډې ووهلې. هغه وویل ترمپ غواړي‌ چې امریکایان سره وویشي‌ او دا چې امریکا له رڼا نه تیارې ته بیايي.

​نوموړې وویل چې دونلډ ترمپ تل دا خبره کوي‌،‌ چې د داعش په اړه هغه تر امریکایي‌ جنرالانو ښه خبر دی،‌ خو اصلي‌ خبره دا ده چې هغه نه پوهيږي. میرمن کلنټن همدغه راز وویل چې ترمپ تل وايي‌ چې هغه غواړي‌ امریکا یو ستر هیواد کړي،‌ خو د کمپنۍ تولیدات یې په ترکیه، مکسیکو،‌ چین او نورو هېوادونو کې کیږي.

کله چې یو وارې ناستو استازو د هغه خبرې په شور ماشور بدرکه کړې، هغه وویل شور مه کوئ،‌ د نومبر په اتمه نیټه رایه ورکړه.

ولسمشر اوباما په خپل ټویټر کې د هیلري‌ کلنټن د نن شپې وینا وستایله.

​هیلري‌ کلنټن د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه،‌ چې د دغه هیواد د یو لوی ګوند له لوري‌ جمهوري‌ ریاست ته کاندیدیږي‌ او کاندیداتوري‌ مني.

د ډیموکراتانو د ملي‌ کنوانسیون په نورو ویناوالو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن هم و،‌ چې په ټینګار سره یې وویل چې امریکا به داعش او نورې ترهګرې ډلې ماتوي. هغه هم له امریکایانو وغوښتل چې،‌ هیلري‌کلنټن ته رایه ورکړي.

د ډیموکراتانو ملي کنوانسیون د دوشنبې په ورځ پیل شو او د جمعې په شپه ختم شو، او د بېلا بېلو ایالتونو زرګونه استازو په کې ګډون وکړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG