د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوري ریاست کاندیدان څنگه ټاکل کیږي


په ایووا کې ټډ کروز او هیلري کلنټن مخکښ کاندیدان وټاکل شول.
په ایووا کې ټډ کروز او هیلري کلنټن مخکښ کاندیدان وټاکل شول.

په ایووا ایالت کې تر ټاکنو وروسته، دوهم ایالت نیو همشیر دی چې د جمهوري ریاست د پاره د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو کاندیدانو ته رایه ورکړي.

یوه اونۍ وړاندې په ایووا خلکو کې په جمهوري غوښتونکو کې ټډ کروز د جمهوري ریاست د پاره وړ کس وبللو او په دموکراتانو کې هیلري کلنټن تر سیال برني سانډرز په ډیر لږ توپیر مخکې شوه. خو نیو همشیر د ایووا سره ډیر توپیر لري.

که پخوانیو انتخاباتو ته وگورو د نیو همشیر خلک د ایووا په پرتله بل ډول پریکړه کوي. په دې ایالت کې ناپیلي یا بې طرفه رایه ورکوونکي ډېر دي چې د گوندي سیاستونو تر تاثیر لاندې نه راځي.

د هیواد د عمومي نژادي او ژبني جوړښت سره ډیر توپیر لري او تر ټولو مهمه دا ده چې نیوهمشیر د کاندید برني سانډرز د پلرني ایالت ورمانټ، گاونډی دی، او داسې اټکل کیږي چې دلته د هغه محبوبیت ډېرلري.

په ډیموکراتانو کې بیا هیلري کلنټن د ایوا په ګوندي انتخاباتو کې مخکې شوه.
په ډیموکراتانو کې بیا هیلري کلنټن د ایوا په ګوندي انتخاباتو کې مخکې شوه.

د شمال ختیځ په دې وړوکي ایالت کې د یو کاندید گټلو او یا بایللو ځانگړي اهمیت ته په کتلو، ددې ایالت د ټاکنو په اړه یو لړ پوښتنې دلته ځوابوو.

​د ایووا په څیر د نیوهمشیر اهمیت هم ددې ایالت د ټاکنو په وخت پورې اړه لري کنې ددې دواړو ایالتونه نفوس ډیر لږ دي او د گوندونو په ملي کنوانسیونونو کې د کمو استازو سهمیه لري. اصلي اهمیت د بریالي کاندید د رسنیو د توجه جلبول دي.

په دې ایالت کې بریالی کاندید د رسنیو مرکزی څیره گرځي او دومره ډیر وړیا کمپاین ورته کیږي چې د راتلونکې کمپیان مصارف یې عام ملاتړي ور پوره کوي.

برعکس یو مخکښ کاندید که نیوهمشیر وبایلي، هغه د رسنیو له پامه غورځي او د یو ممکنه کاندد اهمیت بایلي.

ولي نیو همشیر تر نورو مخکې؟

نیوهمشیر سږ کال په دې ایالت کې د کاندیداتورۍ د ټاکنو سلمه کلیزه لمانځي؛ د همدې تاریخي ویاړ او په خپل ایالتي قانون کې ددې مادې له امله چې دوی باید تر نورو ټولو ایالتونو مخکې د کاندید د غوره کیدو پریکړه وکړي، دغه ایالت تل تر نورو مخکې د نیټې اعلان کوي.

په ایووا کې ټډ کروز بیا د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید شو.
په ایووا کې ټډ کروز بیا د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید شو.

د نورو ایالتونو لخوا د مخکې کیدو د هڅې له امله، د ټاکنو نیټه کال په کال رامخکې کیدله. په ٢٠٠٨ او ٢٠١٢ کال کې په ایووا او نیو همشیر کې د همدې سیالۍ له امله ټاکنې په جنوري کې وشوې.

بالاخره د دموکرات گوند او جمهوري غوښتونکې گوند کمیټو پریکړه اصولي پریکړه وکړه چې لومړۍ ټاکنې به په ایووا کې کیږي، دوهم ایالت بهنیوهمشیر وي، دریم به او څلورم به جنوبي کارولینا او د نواډا په ایلتونو کې کیږي.

دا پریکړه هم وشوه چې که کوم بل ایالت تر دې وړاندې د ټاکنو د کولو پریکړه وکړه هغه به جریمه کیږي او د گوند پهملي کنوانسیون کې به یې استازي نه منل کیږي.

د کاندیدانو ټاکل څه ډول وي؟

د کاندیداتورۍ ټاکنې د عادي عمومي ټاکنو په څیر کیږي. دغه ټاکنې د ایالت د انتخاباتو کمیسیون کوي.

په عامه ودانیو، ښوونځیو، ټولنیزو دفترونو او صالونو کې د رایې صندوقونو ښودل کیږي او هر څوک کولی شي د سهار له اتو د ماښام تر پنځو بجو دغو مرکزونو ته ورشي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

د پام وړ ټکی دا دی چې بې طرفه خلک د رایو په مرکز کې پریکړه کولی شي دموکرات دی او که جمهوري غوښتونکی او په همدې اساس هغه د رایې ورکونې پاڼه ورکیږي. هر کاندد ته د رایو په تناسب، د گوند په ملي کنوانسیون کې استازې ورکړل کیږي.

دلته به یې څوک گټي؟

ددې امکان ډیر لږ دی چې په نیوهمشیر کې به یې هغه کاندیدان وگټي چې په ایووا کې بریالي شوي دي. ددې ټاکنو په تاریخ کې هیڅکله داسي نه دي شوي چې یو جمهری غوښتونکی کاندید دې په ایووا او نیوهمشیر دواړو کې بریالی شوی وي.

تیر ځل په نیو همشیر کې مټ رامني بریالی شوی و او په ایووا کې ریک سنټورم بریالی و. دا ځل هم په ایووا کې د بریالی کاندید ټډ کروز په نیو همشیر کې په ټولپوښتنو کې تر تر ډونلډ ټرمپ ډیر شاته دی.

برني سانډرز چې په ایووا کې تر هیلري شاته و، وړاندوینې کېږي چې په نیو همشیر کې به تر خپلو سیالانو مخکې شي.
برني سانډرز چې په ایووا کې تر هیلري شاته و، وړاندوینې کېږي چې په نیو همشیر کې به تر خپلو سیالانو مخکې شي.

تیر ځل په دموکراتانو کې نیوهمشیر هیلري کلنټن ته رایه ورکړې وه خو په نیو ایووا کې بارک اوباما بریالی شوی و.

د نیوهمشیر ځانگړتیاوې څه دي؟

د متحده ایالاتو د عمومي احصائیې په نسبت، په نیوهمشیر کې د سپین پوستو فیصدي لوړه ده. ٩١ سلنه سپین پوستان دي. تورپوستان په نشت حساب دي. هسپانوی نژاد یوازي ٣ سلنه دي خو په ټول هیواد کې ١٧ فیصد دي. د عمومي اوسط په پرتله ددېایالت خلک بډایه دي.

ددې ایالت د اوسیدونکو منځني عمر اوسط ۴٢ دی چې تر نورې امریکا ١٠ سلنه پورته دی. د کورنیو کلنی اوسط عاید ٦٦ زره امریکایي ډالر دی چې د نورې امریکا په پرتله ٢٥ سلنه اوچت دی. په پوځي خدماتو کې هم د نفوسو په تناسب ددې ایالت ونډه ٢٠ سلنه ډیره ده.

جمهوري غوښتونکي کاندید ډونلډ ټرمپ هم ویلي چې په نیو همشیر کې به تر خپلو سیالانو مخکې شي.
جمهوري غوښتونکي کاندید ډونلډ ټرمپ هم ویلي چې په نیو همشیر کې به تر خپلو سیالانو مخکې شي.

د نیوهمشیر ټول نفوس یوازي ١.٣ میلیونه دي. خو همدې لږ شمیر رایه ورکوونکې د کاندید په غور ه کولو کې مهم رول لوبوي. د بیلگې په ډول په ٢٠٠٨ کال کې جان مکین، مټ رامنی ته په یوازي ١٣ زره رایو ماتې ورکړې وه.

د رایه ورکوونکو د شمیر د کمواًي له املههر کاندید هڅه کوي چې ټولو خلکو ته پخپله ځلن ورسوي او د ښارونو ترڅنک په کلیو او ښارگوټو کې هم د خلکو سره مخامخ وگوري. د ایووا او نیوهمشیر د ټاکنو ترمنځ یوه اونۍ وخت وي، او په دې یوه اونۍ کې مخکښ کاندیدان د ٣٠ او ۴٠ ترمنځ غونډې او ویناوې کوي.

XS
SM
MD
LG