د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیموکرات ګوند ملي‌ کنوانسیون رسماً پيل شو


د ډیموکراتانو ملي‌ کنوانسیون پیل شو
د ډیموکراتانو ملي‌ کنوانسیون پیل شو

د متحدو ایالتونو د ډیموکرات ګوند ملي‌ کنوانسیون رسمآ پیل شو. له دو سره سم کنوانسیون د امریکا د ملي‌سرود په غږولو پيل شو،‌ چې د متحدو ایالتونو له ګوټ ګوټ نه راغلي‌ زرګونه ډیموکرات سیاستوال او استازي‌ ورته په درناوي‌ ودرېدل.

د کنوانسیون په لومړي ‌سر کې ویاندې پر ټولو ناستو استازو غږ وکړ، چې په یوه اواز ووايي‌،‌د هیلري‌ ملا تړي‌ او د ډیموکرات ګوند بري‌ ته کار کوي. ټولو په یوه خوله همدا خبره تکرار کړه. په اصل کې همدغه کار د ډیموکرات ګوند د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتي‌ مبارزې مهمه تګلاره وه،‌ چې راغلیو استازو ومنله.

په کنوانسیون کې د برني‌ سنډرز زرګونه پلویان هم ناست دي،‌ چې د دونلډ ترمپ پر ضد یې شعارونه اوچتول او ظاهرآ له هیلري‌ کلنټن سره د برني‌ سندرز پر شوې معاملې خپه ښکارېدل،‌ خو داسې ښکاري‌ چې د ګوند اصلي‌ هدف ته،‌ چې د ټاکلو ګټل دي،‌ ژمن دي.

په کنوانسیون کې د نورو نژادونو تر څنګ یو شمېر مسلمان امریکايي‌استازي‌ هم راغلي‌ دي. د امریکا د استازو په خونه کې یوازینی مسلمان غړی، ای کی عبدالصمد د امریکا غږ اشنا ته وویل،‌ چې دی د ایوا د ایالت استازی دی او ملي‌ کنوانسیون ته ځکه راغلی چې، د هیلري ملا وتړي.

عبدالصمد وویل ځکه د هیلري‌ ننګه کوي،‌ چې په خبره یې هغه د امریکايي‌ مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. ده پر خپل مخالف سیاستوال او د جمهوري‌ غوښتونکو ګوند پر کاندید دونلد ترمپ هم کلکه نیوکه وکړه،‌ چې دپه خبره یې پر مسلمانانو او نورو نژادونو انتقادونه کوي.

ټاکل شوې چې نن د امریکا پر وخت د شپې په شاوخوا نهه بجو سناتور برني ‌سندرز هم کنوانسیون ته وینا وکړي او هڅه به یې دا وي،‌ چې خپل ټول پلویان د هیلري‌ کلنټن په ننګې وهڅوي. ده نن په فلادلفیا کې په یوې غونډې کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ترمپ پر ضد هیلري وټاکي.

د نن شپې - دوشنبه،‌جولاۍ ۲۵- وروستۍ ویناواله به د ولسمشر بارک اوباما میرمن،‌میشل اوباما، وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG