د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د سپینې ماڼۍ لپاره تر هیلري بل مناسب کس نشته


هیلري‌ کلنټن به سبا خبرې کوي
هیلري‌ کلنټن به سبا خبرې کوي

امریکا د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون په درېیمه ورځ ولسمشر اوباما خبرې وکړې او په وار وار یې له امریکایانو وغوښتل چې هیلري‌کلنټن ته رایه ورکړي چې ولسمشره شي.

ښاغلي‌اوباما وویل هیلري‌کلنټن هغه سیاستواله ده، چې یوازې په امریکا کې نه،‌ بلکې په نړۍ کې یې نور سیاستوال پیژني، تجربو او کار ته یې درناوي‌ لري.

ولسمشر اوباما وویل د سپینې ماڼۍ لپاره تر هیلري‌کلنټن بل وړ کس نشته،‌ او په خبره یې آن هغه تر اوباما بل کلنټن او بل هر چا دغې څوکۍ ته ډېره مناسبه ده. ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کې د دونلډ ټرمپ پر هغه شعار هم کلک انتقاد وکړ چې وايي،‌ راځئ چې امریکا بیا یو ستر هیواد کړو.

اوباما وویل امریکا ستر او جوړ هیواد دی او دونلډ ترمپ‌غوندې کس ته ضرورت نلري‌ چې راشي‌ او جوړ یې کړي. هغه د خپلو خبرو په پای کې له امریکانو مننه وکړه، چې دوه وارې یې د متحدو ایالتونو ولسمشر وټاکه، خو ویې وویل، چې اوس باید همدغه کار له هلیري‌ کلنټن سره هم وکړي.

کله چې هغه خدای په اماني‌ وکړه، ځینو ناستو استازو ژړل او د مننې شعارونه یې په لاسونو کې اوچت کړي وو.

د ولسمشر اوباما خبرې چې خلاصې شوې ناببره هیلري‌ کلنټن پر سټیچ راښکاره شوه او ټول استازي‌ هک حیران شول،‌ خو تالار چیغو او چکچکو په سر واخیست. وړاندې چاته پته نه وه،‌ چې هغه به کنوانسیون ته راځي.

میرمن کلنټن خبرې ونکړې خو له ولسمشر اوباما سره یې روغبړ وکړ،‌ مننه یې ترې وکړه، په سټیچ باندې د لږې شیبې لپاره ودرېدله او د دود په ډول یې خلکو ته د مننې لاسونه وغوځول.

تر ولسمشر اوباما مخکې،‌ د هغه مرستیال جوبایډن هم په کنوانسیون کې خبرې وکړې، هغه تر اوباما ډېر د جمهوري‌ غوښتونکو ګوند پر کاندید دونلډ ترمپ‌ نیوکې وکړې‌،‌ خو له امریکایانو یې وغوښتل چې په انتخاباتو کې هیلري‌ کلنټن ته رایه ورکړه.

هغه وویل دونلډ ترمپ‌ په امریکا کې د منځنۍ طبقې لپاره د کار هیڅ پلان نلري. هغه هیلري‌کلنټن یوه مبارزه سیاستواله او د امریکا د جمهوري‌ ریاست لپاره وړ کاندیده وګڼله.

د چهارشنبې په شپه، د هیلري‌ کلنټن کاندید مرستیال، ټیم کین هم خبرې وکړې. هغه په همدې ورځ د ډیموکراتانو د ملي کنوانسیون له لوري‌ رسما د امریکا د جمهوري ‌ریاست معاونیت ته کاندید کړل شو، هغه وویل چې په خوشحالۍ سره دا کاندیداتوري‌ مني.

هغه هم د نورو ډیموکرات سیاستوالو په څير د ټرمپ‌ پر څرګندونو او پلانونو نیوکې وکړې.‌ سناتور ټیم، په خپلو خبرو کې څو وارې د ترمپ‌ د خولې پېښې هم وکړې،‌ چې په تالار کې ناستو استازو د هغه دغه کار په چکچکو او چیغو بدرکه کړې.

ده پر امریکایانو غږ وکړ،‌ چې د دونلډ ترمپ پر شعارونو ونه غولیږي‌ او هیلري کلنټن ته رایه ورکړي،‌ چې په امریکا کې شوي پرمختګونه همداسې روان وساتل شي.

سبا پنجشنبه د ډیموکراتانو د ملي کنوانسیون وروستۍ ورځ ده، چې هیلري‌کلنټن به په کې خبرې هم کوي‌ د خپل ګوند نه به مننه کوي چې هغه یې کاندیده کړې او کاندیداتوري‌ به په رسمي‌ ډول مني.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG