د لاس رسي وړ اتصالات

په تازه سروې کې کلینټن تر ټرمپ مخکي ده


دا سروې د ډموکراتانو د ملي کنوانسیون څخه، چې تېره اونۍ وشو، وروسته کیږي. په دې کنوانسیون کې ډموکراتانو رسما هیلري کلینټن د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره د خپلې کاندیدې په توګه معرفي کړه.

د مکلاچي ماریست په سروې کې کلینټن ۴۸ فیصده طرفداران لري او ډونالډ ټرمپ ۳۳ فیصده پلویان لري. په عین سروې کې تیره میاشت هیلري کلینټن ۴۲ فیصده طرفداران درلودل او سیال یې ډونالډ ټرمپ ۳۹ فیصده طرفداران درلودلل.

د ماریست پوهنتون د سروې د برخې مشر لي میرینګوف د جمعې په ورځ وویل چې د رای ورکونکو په افکارو کې تغیر دا ښيي چې د ټرمپ کاندیداتوري په بحراني حالت کې ده.

دا نوې سروې د روانې اونۍ د دوشنبې او چارشنبې په ورځو کې شوې او نتایج یې هم د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپاره شول.

ښاغلي میرینګوف وویل چې په سروې کې د ډونالډ ټرمپ د پلویانو شمیر ځکه راکښته شوی چې هغه څو غلطۍ وکړې چې په کښي د هغه مسلمان د مور او پلار سره جنجال هم شامل و چې په ۲۰۰۴ کال کې په عراق کې د امریکا په پوځ کې د خدمت پرمهال ووژل شو.

ښاغلی میرینګوف زیاتوي چې د ډموکراتانو ملي کانونسیون چې تیره میاشت دایر شو هم ښايي د کلینټن دپاره ګټه کړې وي ځکه یواځي څو ورځې یې تیرې شوي دي او وروسته یې دا نوې سروې شوې ده.

خو بیا هم ټول څه د پخوانۍ د باندنیو چارو د وزیرې هیلري کلینټن په نفع هم نه دي تمام شوي. په سروې کې ۴۰ فیصده راجستر شویو رای ورکونکو ویلي دي چې یواځنی دلیل یې چې د کلینټن څخه ملاتړ کوي دا دی چې د ټرمپ مخالفه دي.

په عین حال کې ۵۵ فیصده راجستر شویو رای ورکونکو د کلینټن په برخه کې مثبت نظر نه دی ورکړی . د ټرمپ په برخه کې بیا ۶۶ فیصده راجستر شویو رای ورکونکو مثبت نظر نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG