د میسچیوسیتس پخواني والي میت رامني د شنبې په ورځ د امریکا د نیوادا په ایالت کې د خپل ګوند لومړني انتخابات وګټل او په دې سره یې خپل دریځ چې د نومبر په میاشت کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې ودریږي، قوي کړ.
ښاغلي رامني خپل د بریالیتوب د وینا پر مهال پر ولسمشر اوباما باندي نیوکه وکړه چې د نیوادا په سختو اقتصادي شرایطو کې یې دغه ایالت د پام وغورځوی.
ښاغلي رامني وویل چې په نیوادا کې د بې کارانو کچه ۱۲ په سلو کې ده او د جایدادونو بیه هم راکښته شوې ده. د هغو کسانو شمیر چې د مالي ستونزو له کبله خپل کورونه پرېږدي او قرضه یې نه شي ورکولای، په دغه ایالت کې تر ټول هیواد ډیر دی.
رامني په داسي حال کې په نیوادا کې د خپل ګوند انتخابات وګټل چې یوه اونۍ مخکي یې په فلوریدا کې هم لومړني انتخابات وګټل.
په نیوادا کې ښاغلي رامني ۴۰ په سلو کې رایې وګټلې چې د رایو شمیر یې د خپلو سیالانو په پرتله دوه چنده و. د ولسي جرګې پخوانی ریْس نیوت ګینګریچ په دویمه درجه کې راغی او د کانګرس پخوانی غړ ران پال دریمه درجه کې راغی.
په عین حال کې ښاغلي ګینګریچ وویل چې د اګست تر میاشتې پوري به کله چې جمهوري ګوند خپل وروستی کاندید ټاکي په سیالۍ کې پاته شي.