د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې یوازې د کانګرس د کنټرول پر سر نه وې، بلکې دا ټاکنې د یو شمیر کاندیدانو په بریاوو سره تاریخ جوړونکې شوې.
د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنو یو شمیر کسان د لومړي ځل لپاره کانګرس او په امریکا کې یوه غوره مقام ته ورسول.
ډیر دغه کسان چې داسې یو مقام ته رسیدلي دي دیموکراتان دي، خو جمهوري غوښتونکي ګوند هم په دې برخه کې پرمختګونه کړي دي.
په نیو مکسیکو ایالت کې د دیموکراته کاندیده ډب هالنډ د خپل جمهوري غوښتونکي سیال په ماتولو سره د امریکا د تاریخ لومړۍ بومي میرمن شوه چې د ایالتي والي مقام ته رسیږي.
هالند تر دې وړاندې هم د امریکا د سیاست تاریخ جوړونکې څیړه وه. هغه په ۲۰۱۸ کال کې د دوو بومي میرمنو څخه یوه وه چې کانګرس ته یې لاره وموندله او وروسته بیا د جوبایډن په حکومت کې د کورنیو چارو وزیره شوه.
په میناسوټا ایالت کې د والي مرستیاله او دیموکراته کاندیده پیګي فلنګن لومړۍ بومي میرمن شوه چې د امریکا سنا ته یې لاره پیدا کړه. هغې په سیالیو کې خپل جمهوري غوښتونکي سیالې میشل توفیا ته ماته ورکړه.
په جورجیا ایالت کې د اتلانتا پخوانۍ ښارواله دیموکراته کیشا لنس باتومز د والي په توګه غوره شوه. هغه د امریکا په تاریخ کې د لومړنۍ تور پوستې میرمنې په توګه د ایالت د والي په صفت ټاکل کېږي. باتومز به همدارنګه په تاریخ کې د جورجیا لومړی تور پوستې والي وي.
خو دا ټاکنې یوازې د دیموکراتانو لپاره تاریخ جوړونکې نه وې.... په ټنسي ایالت کې جمهورې غوښټونکې سناتوره مارشا بلاک برڼ د یاد ایالت د والي په ټاکنو کې بریالۍ شوه چې د امریکا په تاریخ کې به لومړۍ ښځینه والي وي.
په فلوریډا ایالت کېً بیا جمهوری غوښتونکی بایرن ډونالډز د یاد ایالت د لومړي تور پوستي والي په توګه وټاکل شو. ډونالدز ژمنه وکړه چې د فلوریډا اقتصاد به داسې ښه کړي چې حتی فکر یې هم نشي کیدای.
بایډن ډونالډز وویل:"دویم ټلفوني تماس چې مې نن شپه ترلاسه کړ د امریکا د ولسمشر له خوا وو. ډونالډ جې ټرمپ، ښاغلی ولسمشر، زه غواړم چې له فلوریډا یې واورۍ چې تر اوسه سره ده. ښاغلی ولسمشر، زه همدارنګه غواړم تاسې ته ووایم چې ستاسې له ملاتړ څخه مننه کوم او دا چې له ما مو ملاتړ وکړ. مننه کوم."
په همدې حال کې دیموراتان هم په شمیر ایالتونو کې تاریخي بریاوو ته ورسیدل. له هغې ډلې، جینا هینوخوسا د لومړۍ لاتینې میرمنې په توګه د تګزاس ایالت د والي مقام ته ورسیده او ډیویډ کرولي د ویسکانسن د لومړي تور پوستي والي په توګه وټاکل شو.
ډیویډ کرولي وویل:"غواړم ډیر ښکاره یې ووایم، کله چې وایم (موږ) هدف مې یوازې دیموکراتان ندي. زما هدف، د دواړو ګوندونو د خلکو خدمت کوونکي دي چې ټاکل شوي یو څو ستاسې په استازیتوب، له یو بل سره همکاري وکړو. ما د ټولو د والي په توګه میدان ته راودانګل، او نن شپه دا ټول هغه کسان رانغاړي چې ماته یې رایه نده راکړې."
په میشګن ایالت کې د دیموکرات ګوند کاندید عبدالسید د سنا لپاره بریالی شو او لومړی مسلمان امریکایي به وي چې د امریکا سنا ته بریالی کېږي.
په نیوهمشیر ایالت کط هم د دیموکرات ګوند غړی کریس پاپاس د سنا په ټاکنو کې بریال شو او د امریکا د تاریخ لومړی ښکاره همجنسباز شو چې د امریکا سنا ته لار پیدا کوي.
په تګزاس ایالت کې دیموکرات اندید جیمز تالاریکو جمهوري غوښتونکي کن پکستون ته ماتې ورکړه او لومړی دیموکرات شو چې د ۱۹۸۸ کال راپدیخوا له دې ایالت څخه سنا ته لار پیدا کوي.
په کنزاس کې ادم همیلټن د جمهوري غوښتونکي سناتور راجر مارشال په ماتولو سره لومړی دیموکرات شو چې په تیرو ۹۴ کلونو کې له دې ایالت څخه د سنا څوکۍ ګټي.
له دې ټاکنو وړاندې، جمهوري غوښتونکي د کانګرس د څوکیو او د والیانو په کچه تر دیموکراتانو یو څه مخکې وو.
دیموکرات ګوند د وروستي ځل لپآره په ۲۰۰۶ کال کې توانیدلی وو چې په کافي سیالیو کې د ایالتونو په کچه د والیانو سیالۍ وګټي.
فورم \ دبحث خونه