د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او چین امریکا کې د انتخاباتو په هکله د ناسمو معلوماتو خپرولو کمپاین پیل کړی، راپور


ټاکل شوې د نومبر په میاشت کې په امریکا کې د کانګریس د منځنۍ دورې انتخابات وشي.
ټاکل شوې د نومبر په میاشت کې په امریکا کې د کانګریس د منځنۍ دورې انتخابات وشي.

په متحده ایالاتو کې دوو جګپوړو امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې روسیه، چین او یو شمیر نور متخاصم هیوادونه ، پلان لري د امریکا د کانګریس د منځنۍ دورې د انتخاباتو په هکله د ناسمو معلوماتو خپرولو او پدې انتخاباتو کې د نفوذ کولو لپاره بیلا بیل فعالیتونه وکړي.

خو یوه څیړنه چې نتیجه یې پنجشنبه اکټوبر ۱۳ (۲۱) خپره شوې پکې راغلي چې د انتخاباتو په هکله ناوړه فعالیتونه وار د مخه په آنلاین بڼه پیل شوي او لا هم روان دي.

د (ریکارډ فیوچر) په نامه د سایبري امنیت یو شرکت په راپور کې ویل شوي چې روسیې او چین په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې داسې حسابونه چې د فعالیت څخه لویدلي، بیرته فعال کړي او داسې فعالیتونه یې پیل کړي چې امریکایي رای ورکوونکي ګډوډۍ ته وهڅوي او یا د هغوي تر منځ نا راضایتي پیدا کړي.

د امریکا په انتخاباتو کې د دې لاسوهنو په هکله دا راپور پداسې حال کې خپریږي چې ټاکل شوې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې په ۸ مې په متحده ایالاتو کې د سنا او استازو د مجلس د څوکیو لپاره انتخابات وشي.

پدې انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي ګوند هڅه کوي په دواړو خونو کې اکثریت تر لاسه کړي.

د انتخاباتو تنظیم کوونکي وایي چې د کلوریډا ایالت د جیفرسن په ولسوالۍ کې به چې ډیر خلک پکې رایې ورکوي، د لومړي ځل لپاره د دې مرکز څخه د باندې امنیتي محافظین ځای پر ځای شي.

سره لدې چې روسیې او چین د پخوا راهیسې دا خبر رد کړې چې ګنې د امریکا په انتخاباتو کې یې لاس وهلی خو د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) تیره اوونۍ خبرداری ورکړ چې روسیه، چین او ایران ښایي وغواړي په انتخاباتو کې د درغلیو ناسمې ادعاوې خپرې او یا یې غټې وښیي.

د امریکا دې ادارې د دې خبرداري تر څنګ ویلي چې د انتخاباتو زیربناوې خوندي دي خو د سایبري ناوړه کړنو اندیښنې شته.

د ریکارډ فیوچر ادارې هم ویلي چې د چین او ایران په پرتله روسیه د امریکا په انتخاباتو کې د لاس وهنې په فعالیتونو کې پداسې حال کې ډیره فعاله ده چې په امریکا کې د نفوذ کولو وړتیا یې په اوکراین د یرغل کولو له کبله کمزورې شویده.

په څیړنې کې راغلي چې د روسیې د انټرنیټ د څیړنې مرکز (IRA) بیرته فعالیت پیل کړی او په ټولنیزو شبکو کې یې ځینې داسې حسابونه بیرته فعال کړي چې څه باندې یو کال کیده هیڅ ډول فعالیت یې نه درلود او ډیری داسې شبکې دي چې په متحده ایالاتو کې محافظه کارو رای ورکوونکو ته معلومات خپروي.

په راپور کې ویل شوي چې پدې شبکو کې د نورا بیرکا په نامه یو تن د متحده ایالاتو د اوسني جمهور رئیس جو بایډن په پالیسو په لوړه کچه منفي نظر ورکوي او په ښکاره توګه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د استازو د مجلس او نورو ایالتي څوکیو لپاره د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو پلوي کوي.

همدغه نورا بیکر چې معلومه نده څوک به وي، دا ادعا هم کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په امریکا کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې وه.

پدې څیړنې کې همدارنګه معلومه شوې چې د روسیې په شان چین هم په ټولنیزو شبکو کې د امریکا د ټیټ ښودنې لپاره فعالیتونه پیل کړي خو د روسیې برعکس چین تر ډیره حده دا کار په دپلوماتانو او هغو خبریالانو کوي چې د دې هیواد د دولتي خبري ادارو سره کار کوي او بیا همدا پیغامونه په جعلي حسابونو کې خپریږي.

XS
SM
MD
LG