د لاس رسي وړ اتصالات

مټ رامني: دونلډ ترمپ ته رایه نه ورکوم


مټ رامني د امریکا د ۲۰۱۲ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري ګوند کاندید و، چې ولسمشر اوباما ماتې ورکړه
مټ رامني د امریکا د ۲۰۱۲ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري ګوند کاندید و، چې ولسمشر اوباما ماتې ورکړه

د امریکا د جمهوري ریاست د تېرو انتخاباتو یو مخکښ کاندید، مټ رامني، ویلي چې د دونلډ ترمپ د پاروونکو او ناهیلې کوونکو خبرو او څرګندونو له کبله نغواړي، په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې هغه ته رایه ورکړي.

ښاغلي رامني د جمعې په ورځ سي ان ان ته وویل"زه نغواړم د امریکا د متحده ایالاتو یو داسې جمهورئیس ووینم چې د دغه هېواد د راتلونکو نسلونو رويه وربدله کړی."

ولسمشر باراک اوباما د ٢٠١٢ کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي ګوند مټ رامني ته ماتې ورکړه. ښاغلي رامني اوس د کارپوهانو او فعالانو کلنۍ غونډه جوړې کړې ده چې، د جمهوري غوښتونکو یوه مشخه غونډه بلل کیږي.

په دغې غونډې کې به د بحث مهمه موضوع د جمهوري ریاست مقام ته اوسنی کاندید وي. شاو خوا ٣٠٠ کسان به د یوټا ایالت د ډیېروي لې په ښار کې په دغه غونډه کي چې د پنجشنبي په ورځ پیل شوه برخه واخلي.

مټ رامني دا هم وویل، چې دی به د ډیموکراټ ګوند احتمالي کاندېدې هیلري کلنټن ته هم رایه ورنکړي" زه نه شم کولی چې هیلري کلنټن ته رایه ورکړم، زه فکر نه کوم، کومي پالیسۍ چي هغه عملي کوي د هېواد د پاره سمې وي."

نوموړي وویل، هغه په دې فکر کوي چې د آزادۍ غوښتونکي ګوند کاندید ګیري جانسن ته رایه ورکړي. دا د جمهوري غوښتونکي ګوند د یو مشر پام وړ او مهمې څرګندونې او اعترافات بلل کیږي.

د امریکا دولسي جرگې رئیس پال راین د رامني په غونډه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د نورو غړو له خوا د دونلډ ترمپ د ورستیو جنجالي څرګندونو نه ورسته د هغه د ملاتړ کولو له وجې د سختو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

دونلډ ترمپ د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د جمهوري ګوند احتمالي کاندید دی، چې شاید هیلري کلنټن ورسره سیالي وکړي.

XS
SM
MD
LG