د لاس رسي وړ اتصالات

د هیلري‌ هغه مسلمان ملاتړی چې زوی یې د امریکا لپاره ووژل شو


تصویر د امریکايي وژل شویو اتلانو سره د پاملرنې د ټولنې له رسمي ټویټر نه اخیستل شوی دی. خضر خان له خپلې میرمنې سره ولاړ دی.
تصویر د امریکايي وژل شویو اتلانو سره د پاملرنې د ټولنې له رسمي ټویټر نه اخیستل شوی دی. خضر خان له خپلې میرمنې سره ولاړ دی.

نن پنجشنبه د فلادلفیا په ښار کې د ډیموګرات ګوند د ملي کنوانسیون وروستۍ ورځ ده، مهم ویناوال یې په خپله هیلري کلنټن،‌ د هغې یوازینۍ لور،‌چلسي‌کلنټن او امریکايي مسلمان خضر خان دي.

چلسي‌ کلنټن به استازو او کنوانسیون ته خپله مور وپيژني، مور به یې له ډیموکراتانو مننه کوي چې هغه یې کاندیده کړه،‌ کاندیداتوري‌ به رسمآ مني او بیا به امریکایانو ته ووایي چې ولې، هغه جمهوري‌ ریاست څوکۍ تر دونلډ ترمپ ډېره غوره ده.

خضر خان څوک دی؟

د هیلري کلنټن مسلمان ملاتړی خضر خان به هم نن شپه وینا وکړي. خضر خان هغه امریکایي مسلمان دی، چې یو زوی یې،‌ همایون خان، د امریکا لپاره وژل شوی دی.

د خضر خان کورنۍ په نویمو لسیزو کې له متحدو عربو اماراتو نه امریکا ته راغلې ده او نیکونه یې د پاکستان دي. د هغه زوی همایون د امریکا په پوځ کې و او کله چې امریکا پر عراق برید وکړ، هغه هم له نورو پوځیانو سره یو ځای بغداد ته واستول شو.

۲۷ کلن همایون د یوې وړې پوځي قطعې کپټان و، چې په ۲۰۰۴ کال بغداد ته نژدې په ځانمرګو بریدونو کې ووژل شو.

د خضر خان وینا ځکه مهمه بلل کیږي،‌ چې مسلمان دی،‌ هغه هم داسې مسلمان چې د امریکا د ساتلو او ګټو لپاره یې کورنۍ لویه قرباني ورکړې ده، هیلري کلنټن په خپلو مقدماتي‌ انتخاباتي مبارزو کې په وار وار د خضر خان او د هغه د زوی نومونه اخیستي، هغوی یې ویاړلي‌ مسلمان-امریکایان بللي‌ او د متحدو ایالتونو لپاره یې د کورنۍ قرباني ستایلې ده.

ډیموکرات ګوند او هیلري کلنټن هڅه کوي،‌ چې د خضر خان او نورو دا ډول مسلمانانو د خبرو او ملاتړ له لارې په امریکا کې د نورو مسلمانانو ملاتړ او رایې وګټي.

خضر خان به هم په خپلې وینا کې له مسلمانو امریکایانو وغواړي،‌ چې هیلري‌ ته رایه ورکړي. د سن فرانسیسیکو کرونیکل ویپانې د راپور په اساس نوموړي د مسلمانانو پر ضد ‌د دونلډ ترمپ پر څرګندونو هم کلکې نیوکې کړي دي.

د امریکايي رسنیو او سروېګانو له مخې په امریکا کې ۳.۳ میلیونه مسلمانان اوسیږي،‌ چې څه باندې اته سوه زره (۸۰۰۰۰۰) یې د رایې ورکولو حق لري.

په واشنګټن ډي سي‌ کې د مسلمانانو د روابطو شورا وايي‌ هڅه کوي‌ چې د نور مسلمانان هم وهڅوي‌ چې د نومبر د جمهوري‌ ریاست په انتخاباتو کې برخه واخلي‌. په حکومتي چارو کې د دغې شورا مشر، رابرټ مکوای امریکا غږ ته وویل چې د دوی هڅه دا ده چې د مسلمان-امریکایي رایه ورکونکو شمېر یو میلیون ته ورسوي.

دواړو ډیموکراتان او جمهوري‌غوښتونکي هڅه کوي،‌ د دغو مسلمانانو رایې وګټي، چې له شک پرته د نومبر په میاشت کې د انتخاباتو نتایج بدلولی شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG