د لاس رسي وړ اتصالات

یوه نوې نظرپوښتنه ښئي چې ترمپ او کلنټن لاهم مخکښ دي


د ان بي سي نظرپوښتنه د "مانکي سروی" شرکت ترسره کړې ده.
د ان بي سي نظرپوښتنه د "مانکي سروی" شرکت ترسره کړې ده.

د امریکا په متحده ایالاتو کې نوې سیاسي سروی ښئي چې زیات شمیر جمهوري غوښتونکي رای ورکوونکي د دونالد ترمپ او زیات شمیر امریکایي دموکراتان له هېلري کلنتن ملاتړي دي، که څه هم چې د بل دموکرات کاندید برني سندرز ملاتړ هم مخ په زیاتیدو دی.

د ان بي سي خبري شبکې د نظرپوښتنې نتیجې ښئي چې ۴۸ فیصده جمهوري غوښتونکي د دونالد ترمپ او ٢٧ فیصده جمهوري غوښتونکي رای ورکوونکي د تد کروز او همداشان د هغوی په سلو کې ١٨ د جان کیسک ملاتړ کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست انتخابات

د امریکا ډیموکرات ګوند، څنګه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل وروستی کاندید انتخابوي؟

دیموکرات​ان:

د ګوند له خوا د کاندېدیدو لپاره ډیموکرات کاندید د ۲۳۸۳ ایالتي ګوندي استازو پلوۍ ته اړتیا لري، د جمهوري ریاست په عمومي انتخاباتو کې د خپل ګوند کاندید شي.

د مۍ تر یوولسمې د هېلري کلنټن د استازو شمېر: ۲٢٣۹

د مۍ تر یوولسمې د برني سندرز د استازو شمیر: ١۴٦۹

د هغو ایالتونو د استازو شمیر چې تر اوسه په کې ډیموکرات ګوند مقدماتي انتخابات نه دي کړي: ۱۱۶۲

جمهوري غوښتونکي:

د ګوند له خوا د کاندیدیدو لپاره د جمهوري کوند کاندید د ١٢٣٧ ایالتي ګوندي استازو پلوۍ ته اړتیا لريؤ چې د ولسمشریزور په عمومي انتخاباتو کې د ګوند کاندید شي.

د مۍ تر یوولسمې د ډنلډ ترمپ د استازو شمیر: ١١۳۵

د مۍ تر یوولسمې د ټېډ کروز د استازو شمیر ۵۶۵ و، خو په انډیانا کې له لویې ماتې وروسته، له انتخاباتي مبارو څخه یې لاس واخیست.

د مۍ تر یوولسمېد جان کیسک د استازو شمیر: ۱۵۳

د هغو ایالتونو د استازو شمېر چې تر اوسه په کې جمهوري غوښتونکو ګوند مقدماتي انتخابات نه دي کړي: ۵۱۹

د جون په اوومه نېته به په کلفورنیا، مونتانا، نیوجرسي، نیومکسیکو، شمالي دکوتا او جنوبي دکوتا ایالتونه به د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ترمنځ یوه بله لویه انتخاباتي مبارزه کیږي.

که څه هم چې ښاغلی ترمپ د جمهوري غوښتونکي گوند د وروستي کاندید په توگه له انتخابیدو څخه دومره فاصله نه لري خو بیا هم څرگنده نه ده چې آیا وبه کړای شي چې د ١٢٣٧ گوندي استازو پوره ملاتړ به ترلاسه کړي او که نه. ټاکل شوی چې د جمهوري غوښتونکي گوند وروستی کاندید د روان کال د جولای په میاشت کې د جمهوري غوښتونکي گوند په غونډه کې وټاکل شي.

د ان بي سي نظرپوښتنه چې د "مانکي سروی" د شرکت له لورې ترسره شوې ښي چې په سلو کې ۴۹ دموکرات رای ورکوونکي د هېلري کلنتن او په سلو کې ۴۳ د بل دموکرات کاندید برني سندرز ملاتړي دي. سوسیال دموکرات برني سندرز چې خپله انتخاباتي مبارزه یې د ښځو اونارینو د معاش په نه انډولۍ متمرکزه کړې، د تیرې شنبې په ورځ وکړای شول چې په ډیره اسانه توگه درې ایالتونه د دموکراتې سیالې هېلري کلنتن نه وگټي.

د سرویو له مخې که څه هم چې دونالد ترمپ د جمهوري غوښتونکو په منځ کې مخکښ دی، خو له هرو دریو څخه دوه امریکایان هغه د نامطلوب کاندید په توگه گڼي. یو شمیر امریکایي رای ورکونکي کلنتن او کروز هم ښه نه گڼي. خو د هغوی نه محبوبیت د ترمپ په اندازه نه دی. سندرز او کیسک د ډیرو امریکیانو په اند مثبت او ښه ارزول شوي دي.

په متحده ایالاتو کې سیاسي سروی گانو تل ښودلې ده چې په وروستینو ټاکنو کې د کلنتن او ترمپ د سیالۍ په صورت کې به کلنتن بریالۍ شي. دې موضوع اکثر جمهوري غوښتونکي سیاستوال اندیښمن کړي دي.

همداشان د ترمپ او سندرز په پرتله کولو کې زیات شمیر رای ورکوونکو له سندرز نه پلوي کړې ده. اکثر امریکایي رای ورکوونکو چې په نظر پوښتنو کې یې گډون کړی جان کیسک یې د کلنتن او سندرز په پرتله وړ گڼلی دی.

خو د کیسک ستونزه داده چې هغه د جمهوري غوښتونکي گوند د لږ شمیر استازو ملاتړ لري چې وکړای شي د وروستي کاندید په توگه په انتخاباتو کې گډون وکړي. اوس کیسک هیله من دی چې ترمپ او کروز دواړه ونه شي کړای دپوره شمیر جمهوري غوښتونکو ملاتړ خپل کړي تر څو په دې توگه یو ځل بیا جمهوري غوښتونکي د خپل وروستي کاندید لپاره رای واچوي.

XS
SM
MD
LG