د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو ونډه


په امریکا کې د منځنۍ دوری انتخاباتو ته څو ورځي لا پاته دی، د خلکو د نظر پوښتنې سروي گاني ښي، چې د امریکا رایي ورکونکي د حکومت سره مطمین نه ښکاری او د هیودا نه دباندی د خطرونو په اړه هم اندیښمن دی. او دا هغه مسله ده چې جمهوری غوښتونکې او ډیموکراټ گوند ېې په اړه سختي هڅي کوي چې د ښځینه رایو ورنکو رايی راجلبي کړی. څیړونکې واېې، که ښځي د امریکا د ملې امنیت په مسایلو فکر کوي نو دا د ډیموکراټ گوند دپاره بد خبر دی. چې دا مهال په سنا کې اکثریت لری.

د شمالې ورجینیا د لوبو په میدان کې نیکولس او ابراهیم بی فکره لوبي کوي، خو دهغوی مور په درست هیواد کې د نورو میندو په شان د اقتصاد او د امنیت په مسایلو اندیښمني دی.

او د امریکا دواړه گوندونه په دی پوهیږی چې د سه شنبې د ورځي د منځۍ دوری انتخابات به کیداسي ددی پریکړه وکړی چې د امریکا سنا او ځینې د گونري دفترونه به د چا په کنټرول کې وی.

د اله باما ایالت اوسیدونکې نینسی کیپیلو چې دلته په سیل راغلي واېې هغه په پلان کې نلری چې رایی ورکړی.

،،نن ورځ او په دی عمر زه داسي فکر کوم چې زه باید د خپلي کورنۍ د غړو په اړه نور هم فکر منده اوسم او د بده مرغه او داسي نور تاثرات هم شته ځکه چې زه داسي فکر کوم چې هیڅوک هیڅ هم نه کوی چې موږ خوندی کړی،،.

هاوا کاولې بالې، واېې هغه په پلان کې لری چې رایه ورکړی او له نږی په دغو مسایلو فکر کوی.

،، زه په دی اړه فکر منده یم چې څه روان دی، خو زه داسي احساس کوم چې حکومت ورباندی کنټرول لری. زه داسي احساس کوم دا مهال حکومت تر خپله وسه هر څه کوی،،

په لوبغالې کې د هغو ښځو ځوابونه دا څرگنده وی چې ښځي حالات څاري.

مرگي اوماریو په ورجینا کې د پرپل دعمومي ستراتیژۍ د څیړنیږ مر کز سره کار کوي هغه واېې د خلکو مزاج ډیر خراب دی.

،،په اقتصادی لحاظ خلک پو څه د بهتری احساس کوې. ځکه چې دومره زیاته خرابې یی نه ده کړی. خو تاسو ووینې چې اوس داقتصادی خفگان ځاېې د حکومت بی کفایتې او نړیوالې بې ثباتې نیولې دی، د مثال په توگه اسلامې دولت یا ایبولا او یا نړیواله بی ثباتې، په ښوونځیو کې تشدد، په ښوونځیو کې ډزی او نور جرمونه،،

د نیل نیوهاوس چې په ورجینیا ایالت کې د خلکو د نظرنو د ستراتیژیو د مرکز سره کار کوی واېې، د امنې او واېې دا کیداسي د ډیمو کراټ گوند دپاره بد خبر وي.

،،١١۴ میاشتې کیږی چې امریکایان داسي فکر کوی چې هیواد یی په غلط طرف روان دی. او دا د مایوسي تر ټولو لویه دوره ده چې موږ په تیرو ٣٠ کلونو کې لیدلی،،

نیو هاو س واېې، د امریکا په سیاست کې د ښځو او نارینو تر منځ فرق هم ډیر دی.

،، دا معلومه خبره ده چې نارینه زیاتره د جمهوری غوښتونکې گوند ملاتړی دی. ښځې بیا زیاتره د ډیموکراټ گوند سره دی، او تاسو خبر یاست چې نارینه خپله رایه ورکولو کې زیاتره اقتصادی مسایل او ښځي بیا په خپله رایه کې زیاتره د شخصي امنیت مسایل په پام کې نیسی،،

خو په ښځینه رایه ورکونکو کې بیا یو بل فرق هم مو جود دی، دا خبره ایزابل ساهیل چې د بروکینگز مؤسسې د څیړنیږ مرکز سره کار کوی وکړه ، هغي وویل

،، په حقیقت کې دا ډیر امکان لری چې واده شوي ښځیي د ډیموکراټانو پرځایی جمهوری غوښتونکو ته رایه ورکړی او هغه ښځي چې واده یی نه وی کړی ددی ډیر امکان لری چې ډیموکراټانو ته خپله رایه ورکړی، نو دلته نه یواځې د نارینو او ښځو تر منځ اختلاف دی چې ټول دی د ډیمو کراټانو طرف دار وی،،.

لکه څنگه چې نینسې او هاوا امریکا غږ ته په لوبغالې کې وویل، زیاتره امریکایی ښځي وایي چې دوی د کانگرس او ولسمشر څخه غواړی چې په گډه کار وکړی او ددوی اندښني حل کاندی.

XS
SM
MD
LG