د لاس رسي وړ اتصالات

جورجیا بایډن ګټونکی او د انتخاباتي درغلیو په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه


د امریکا د جورجیا ایالت مقاماتو ددې ایالت د انتخاباتو ئپه ترڅ کې د درغلۍ په هکله د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادعا رد کړه او وویل چې جو بایډن پدې ایالت کې انتخابات ګټلي دي.

یو لوړپوړي انتخاباتي مقام، براد رافینزپرجر،‌ د ای بي سي شبکې ته وویل چې د یو محافظه کاره جمهوري غوښتونکي په توګه په جورجیا کې د ښاغلي ټرمپ په ناکامۍ "ناهیلی" دی، خو زیاته یې کړه چې ددې ایالت اوسیدونکو رای ورکړې او هیڅ شئ نشي کولای چې د خلکو غوښتنه بدله کړي.

جمهور رئیس ټرمپ د شنبې په ورځ د جورجیا د والي براین کیم، څخه وغوښتل چې د ایالتي مقننه قوی د یوې ځانګړې غونډې په جوړولو سره د انتخاباتو نتبجه بدله کړي تر څو د جورجیا ۱۶ انتخاباتي رای د هغه په ګټه وشمیرل شي. خو هغه د ښاغلي ټرمپ دغه غوښتنه ونه منله.

د غیر رسمي انتخاباتي رایو په اساس جو بایډن د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۳۰۶ او دونالد ټرمپ ۲۳۲ انتخاباتي رای ګټلي دي.

په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره هر یو کاندید ۲۷۰ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري.

جو بایډن د نومبر په درېیمه د جورجیا په ایالت کې د د دونالد ټرمپ په پرتله څه دپاسه ۱۲ زره زیاتې رای ترلاسه کړې او د دوه ځلې شمیرنې وروسته ددې ایالت د ګټونکي په توګه پیښ بیني شو.

د ۱۹۹۲ کال راپدیخوا دا لومړی ځل دی چې په جورجیا ایالت کې یو دموکرات کاندید بریالی کیږي.

XS
SM
MD
LG