د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ټاکنې؛ دېموکراتان د افغانستان په اړه واحد دریځ نه لري


د امریکا د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو لپاره د دېموکرات ګوند لسو کاندیدانو د چهارشنبې په شپه فلورېډا ایالت کې لومړنۍټلوېزیوني مناظره وکړه.

په بحثونو کې د نورو مسایلو ترڅنګ امریکايي سیاستوالو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه خپل نظر بیان کړی دی.

په کانګرس کې د اوهایو وکیل او د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماند ټېم ریان په افغانستان کې د امریکا د حضور د دوام پلوی کوي. ریان تېرو تجربو ته په کتو ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې "دخیل" ووسي.

نومانده او د هاواي ایالت وکیله چې په پوځي خدمت یې کړی دی له افغانستان څخه د امریکايي قواوو پر وتلو ټینګار کوي.

مېرمن تولسي ګبارډ وایې چې واشنګټن باید له افغانستان نه خپل پوځیان راوباسي.

دیموکراتو نوماندانو د تېرې شپې په مناظره کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په خاص ډول له ایران د روانو شخړو په اړه خبرې وکړې.

سناتوره امي کلوبوچار وویل: "دغه ولسمشر [ډونالډ ټرمپ] هره ورځ د یوې جګړې له پېل کولو لس دقیقې واټن لري، یو جګړې ته له تللو یو ټوئیټ فاصله لري."

په پام کې ده چې نن شپه په دویمه منظاهره کې لس نور دېموکرات کاندیدان د خپلو تګلارو په اړه د امریکا ولس ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG