د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس انتخابات به کوم ګوند وګټي؟


د امریکا په بیلابیلو برخو کې کاندیدان خپلو رای ورکونکو ته وروستي پیغامونه ورکوي چې دوي ته د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس په انتخاباتو کې رایې ورکړي.

دا چې کوم ګوند به د کانګرس دواړې برخې کنټرول کړي، د ولسمشر اوباما د پاتو دوو کلونو دپاره به ډیر مهم وي. اوس مهال جمهوري غوښتونکي د استاځو په مجلس یا ولسي جرګه کې اکثریت دي او ډیموکراتان بیا د سنا یا مشرانو په جرګه کې اکثریت دي. د وروستیو عامه سروې ګانو څخه ښکاري چې جمهوري غوښتونکي ډیر پلویان لري.

د کمپاین وروستۍ شیبې د کاندیدانو دپاره ډیرې مهمې دي چې زړه او نازړه کاندیدان خپل ځان ته راواړوي. د جورجیا د ایالت څخه میشل نن د امریکا سنا ته کاندیده ده.

هغه ډیموکراته ده. نوموړي د کمپاین پرمهال داسي وویل "مونږ ټولو رای ورکونکو ته دا ور په یادوو چې څومره قدرت لري او څومره تغییر راوستلی سي. دوي دي مازي راووځي او رایې دي ورکړي."

دواړه ګوندونو خپل مشهور کسان رامخ ته کړي

دواړه ګوندونه د خپلو مشهورو څهرو څخه د کمپاین په ډګر کې کار اخلي. د جمهوري غوښتونکو له لوري د ولسمشر اوباما د ۲۰۱۲ کال سیال میت رامني او د ۲۰۰۸ کال سیال جان مکېن ولاړ دي او د ډیموکراتانو له لوري بیا پخوانی ولسمشر بل کلینټن او پخوانۍ د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن ولاړه ده او کمپاین کوي.

خو د دې کمپاینونو د غونډو څخه یو کس غیرحاضر معلومېږي. هغه ولسمشر بارک اوباما دی. ولسمشر اوباما چې په دې ورستیو کې یې په عامه سروې ګانو کې نمرې کمې سوي دي، تیره اونۍ په میشیګن کې په یوه کمپاین کې راښکاره شو. خو هغه ډیموکراتان چې د انتخاباتو د بایلو په خطر کې دي، ځان د سپینې ماڼۍ څخه لیري ساتي.

ولسمشر اوباما په مشیګن کې د کمپاین پرمهال داسې وویل "زه غواړم تاسو ته ووایم چې ولي باید رایه ورکړیْ. زمونږ هېواد زمونږ د عصر د یوه سخت اقتصادي بحران څخه د راوتلو په برخه کې واقعي پرمختګ کړی دی. په تیرو څلورنیمو کلونو کې مونږ شاهد وو چې د امریکا تجارانو د ۱۰ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو دپاره د کار زمینې مساعدې کړې. په تیرو شپږو میاشتو کې زمونږ د اقتصاد رشد دومره چټک و چې په تیرو لسو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل سوی."

خو د سیاسي چارو کارپوه نورم اورنشتین د ولسمشر اوباما په هکله داسي وايي ،،ولسمشر اوباما اوس په هماغه وضیعت کې دی چې شپږ کاله مخکي پخوانی ولسمشر جورج بوچ په کښي و. زیات شمیر خپل د ګوند کاندیدان یې ځان ځیني لیري کوي او یواځي د کمپاین د پسیو د ټولو په برخه کې چې ګوند ته پیسې ټولې سي، د هغه ملتیا ته ښه راغلاست وايي.،،

خو جمهوري غوښتونکي بیا هڅه کوي چې خپل سیال، ډیموکرات کاندیدان په یو ډول د ولسمشر سره ونښلوي.

د سنا کاندید سکاټ برون په نیو همپشیر ایالت کې د خبرو پرمهال داسې وویل "د اوباما او شاهین ګډې پالیسۍ همدلته او همدا اوس ختمېږي."

جمهوري غوښتونکي د اکثریت دپاره ۶ څوکیو ته اړتیا لري

داسې اټکل کېږي چې جمهوري غوښتونکي به د استاځو په مجلس کې خپل اکثریت وساتي. د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکي یواځي ۶ څوکیو ته اړتیا لري چې د ډیموکراتانو څخه د سنا د مجلس اکثریت وګټي.

د امریکن انترپرایس د څیړنیز مرکز څخه نورم اورنشتین داسي وايي ،،اوس دا ډیره واضیح سوې ده او همداسي معلومېږي هم چې تمایل د جمهوري غوښتونکو د ګوند په ګټه دی. په سنا کې د اکثریت ګټلو دپاره بیلابیلې لارې موجودې دي او جمهوري غوښتونکي څو لارې په اختیار کې لري چې په سنا کې اکثریت وګټي.،،

خو ډیموکراتان بیا ادعا کوي چې پراخې هڅې یې په لاره اچولي دي چې زیات شمیر رای ورکونکي منسجم کړي او دا کار به د عامه سروې ګانو نتایج غلط ثابت کړي. خو جمهوري غوښتونکي بیا ډیر ډاډه معلومېږي چې د سې شنبې د ورځې انتخابات به وګټي. خو د معمول په څیر، وروستۍ پریکړه چې کوم ګوند به د کانګرس انتخابات ګټي، رای ورکونکي نیسي.

XS
SM
MD
LG