د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جو بایډن د پنسلوانیا سربیره د جورجیا، ارزونا او نواډا په ایالتونو کې هم د ډونالډ ټرمپ څخه مخکې دی او په دغو ایالتونو کې د رایو شمیرنه لا هم روانه ده.‌

خو ښاغلي بایډن بیا هم تیره شپه د نومبر ۶‌( لړم ۱۶) خپلو ملاتړو سره د خبرو پر مهال د بریا اعلان ونکړ او ویې ویل ”د رایو شمیرنه یو ډیر واضح او قانع کوونکی حکایت لري، مونږ به په دغو ټاکنو کې ګټونکي شو. “

د امریکا د ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډموکرات ګوند کاندید، جو بایډن رایې د پنسلوانیا په ایالت کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید او برحال ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ډیرې شوي دي.

ښاغلي بایډن تیره ورځ په دغه ایالت کې تر ښاغلي ټرمپ ۵ زره ډیرې رایې درلودې خو اوس بایډن د ټرمپ نه ۲۹ زره رایې وړاندې دی.

که چیرته د دیموکرات ګوند کاندید، جوبایډن په دغه ایالت کې ګټونکی شي نو د ولسشمرۍ لپاره به هغه پاتې انتخاباتي رایې هم ترلاسه کړي چې د ټاکنو ګټلو لپاره ورته اړتیا لري.‌

د امریکا د اریزونا ایالت په فینکس سیمه کې د رایو په یو مرکز د رایې شمیرنې بهیر

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو د پایلو په اړه تازه جزیات وحید فیضي تاسو ته وړاندې کوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG