د لاس رسي وړ اتصالات

د سترې سې شنبې مخکي د امریکا کاندیدان خپل ملاتړ زیاتوي


د امریکا د جمهوری ریاست کاندیدان د ملک په یو شمیرمهموایالتونو کی په اصطلاح د سوپر ټیوزډې نه مخکی، د ملاتړد ترلاسه کولو هڅې کوي. رای ورکوونکي په لسو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکي گوند کاندیدانو ته رای ورکوي چې ددغه گوند له خوا جمهوري ریاست ته ونومول شي او د نوامبر په میاشتې کې ولسمشر اوباما سره چې دموکرات دی مقابله وکړي.

د سوپر ټیوزډې رای گیري په یو شمیرهغو ایالتونو کې کږي چې ۴١٩ استازي لری او دا د هغو ایالتونو د استازو د شمیر سره قریب مساوي ده چه تراوسه پوري په کښي رای اچوونې شویدي.

یو کاندید د یو زرو یو سلو څلورڅلوویښت استازو رایوو ته ضرورت لری چې د گوند کاندیدي وگټي.

میت رامني او ریک سنتورم نن د دوشنبې په ورځ په خپلوعاموغونډو کې زیاته پاملرنه د اوهایوو انتخاباتو ته اړولې ده.

د خلکو د نظر معلومولو سرویگانی ښیي چې میت رامني او سنتورم د یو بل سره قریب برابرې رایې وړي

رامنی تراوسه د استازو د رایو په ترلاسه کولو کې مخکی دی او په پنځو پر له پسې سیالیوو کې یې ډیرې رایې گټلي دي چې د سوپر ټیوزډې په رای اچوونې کې هم مخکښې خوا ته ځي.

XS
SM
MD
LG