د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ویرجینیا او نیوجرسي ایالتونو د والیانو ټاکنې ترسره شوې 


د امریکا د متحده ایالاتو د ویرجینیا او نیوجرسي ایالتونو د والیانو په ټاکنو کې په ویرجینیا کې جمهوري غوښتونکی ګلن یانګکین ګټونکی اټکل شوی او په نیوجرسي ایالت کې جمهوري غوښتونکی جک چیتاریلي د خپل دموکرات سیال، فل مورفي څخه مخکې دی، که څه هم چې د نیوجرسي د انتخاباتو وروستۍ نتیجې ندي اعلان شوي.

په ویرجینیا ایالت کې د والي په توګه د جمهوري غوښتونکي کاندید بریا، چیرته چې جو بایډن د ۲۰۲۰کال په انتخاباتو بریالی شوی و د دموکراتانو لپاره د خطر زنګ ګڼل کیږي.

د ویرجینیا ایالت د والي انتخابات چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو څخه یو کال وروسته او د امریکا د کانګرس د منځمهاله ټاکنو څخه یو کال دمخه ترسره شول، د جمهور رئیس د مخالف ګوند لپاره لومړنی فرصت دی چې واکمن ګوند د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې وننګوي.

اوسمهال دموکراتان د امریکا د کانګرس په دواړو خونو کې اکثریت دي، خو په ډیر کم تفاوت؛ د استازو په مجلس کې دموکراتان پنځه څوکۍ او په سنا کې یواځې یوه څوکۍ زیاتې لري.

په هغه صورت کې چې د کانګرس منځمهاله ټاکنې په ۲۰۲۲کې هم په اوسنۍ بڼه پرمخ ولاړې شي واکمن دموکرات ګوند ښایي په کانګرس کې زیاتې څوکۍ له لاسه ورکړي.

د دموکرات ګوند د ۲۰۰۹کال راهیسې د ویرجینیا ایالت د ایالتي انتخاباتو ګټونکی و او همداشان د جمهوري ریاست په تیرو څلورو دورو کې دې ایالت دموکران کاندید ته رای ورکړي دي.

زده کړې، نژاد او اقتصاد

د ویرجینیا د والي انتخابات جمهوري غوښتونکو ته ورزده کړل چې د کانګرس د راتلونکي کال په منځمهاله ټاکنو کې باید اقتصاد، زده کړې او حتی نژاد له پامه ونه غورځوي.

په ویرجینیا کې د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې دموکراتانو هڅه درلودله چې ښاغلی یانګکین د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه بله نسخه معرفي کړي، خودغو مناظرو ددې ایالت پر رای ورکوونکو باندې کوم اثر ونه کړ.

نتیجې ښیي چې ۱۷فیصده امریکایانو چې د ډونالډ ټرمپ له کړنو سره یې مخالفت څرګند کړی و د سه شنبې په ورځ یې یانګکین ته رایه ورکړې ده.

د زده کړو او اقتصاد تر څنګ د ښاغلي یانګکین په انتخاباتي مناظرو کې اساسي تیورۍ نژادي وې. ددغو تیوریګانو په بنسټ د متحده ایالاتو په بنسټونو کې سیستماتیکه نژادپالنه پدې ډول موجوده ده چې د سپین پوستو برتري او تسلط وساتي.

ښاغلي یانګکین ویلي دي چې د ویرجینیا ایالت د ښوونځیو د زده کړو نصاب د اساسي نژادي تیوریو تدریس منع کوي.

د ویرجینیا او نیوجرسي سربیره د سه شنبې په ورځ د نیویارک په ګډون د امریکا په څو نورو ایالتونو کې د ښاروالانو او نورو ایالتي مسولینو انتخابات ترسره شول، چې ددې جملې نه دموکرات کاندید اریک آدمز، د نیویارک د ښاروال په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG