د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د تشدد د پیښو زیاتیدو مسؤل تر ډیره حده طالبان دي


د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تشدد پیښې ډیرې شوي.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تشدد پیښې ډیرې شوي.

په کابل کې د امریکا سفارت په عام ولس او زیربناوو د طالبانو د بریدونو د بندیدو غوښتنه کړې.

د سفارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د روان تشدد مسؤلیت تر "ډیره حده" د طالبانو په غاړه دي.

په اعلامیې کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نیډ پرایس له قوله ویل شوي چې نړۍ به په افغانستان کې "په زور تپل شوی" حکومت ونه مني او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت مشروعیت او همکاري امکان لري چې بشري حقونو ته درناوی ولري، اعتبار ولري او د خپلو خلکو په منځ کې مشروعیت ولري.

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشارې، په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د خبرو میز ته حاضر شي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د چهارشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ ۹) په خپل ټویټر کې لیکلي: "لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې د رسنیو رپوټونه او د طالبانو د بریدونو او د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه د لومړي لاس معلومات ګورو نو په طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي"

د سفارت په اعلامیې کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې لنډا تامس ګرین فیلډ څرګندونې هم راخیستل شوي. میرمن ګرین فیلډ تیره اوونۍ ویلي وو چې "ټول افغانان د ژوندانه د روزرمره کارونو د کولو حق لري. هغوي باید د ویرې پرته ښوونځي، بازارونو او خپلو کارونو ته ولاړ شي. "

د امریکا جمهور رئیس جو بایډڼ هم تیره اوونۍ په واشنګټن کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ملاقات کې ویلي و چې د افغانستان نه د ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د دواړو هیوادونو ملګرتیا دوام ولري.

د سفارت په اعلامیې کې په عاجله توګه د تشدد د بندیدو غوښتنه شوې. سفارت ویلي، " د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی باید وشي او په دوحه کې دې جدي مذاکرات وشي تر څو عادلانه او دوامداره سوله وشي. "

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر هم روان امنیتي وضعیت او د ولسوالیو سقوط چې ځينې یې ستراتېژیک ارزښت لري، د اندېښنې وړ بللی دی.

جنرال میلر ویلي چې د قاطع ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او ټینګار یې کړی چې له نظامي لارې واک ته رسېدل د هېچا په ګټه نه دی.

دغه امریکايي جنرال خبرداری ورکړی چې د افغانستان د پوځ د محاصره شویو سرتېرو د ملاتړ لپاره د ملېشو استول به کورنۍ جګړې ته لار پرانیزي.

د افغان چارواکو په وینا دا مهال د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او په شاوخوا دوو میاشتو کې لسګونه ولسوالۍ د دواړو خواو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.

XS
SM
MD
LG