د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان کې نظامي ماموریت پای ته ورساوه او سیاسي حضور یې قطر ته ولیږداوه


د امریکا وروستۍ الوتکه د واشنګټن پر وخت د ماسپیښن په دريې نیمو بجو د کابل نه والوته.
د امریکا وروستۍ الوتکه د واشنګټن پر وخت د ماسپیښن په دريې نیمو بجو د کابل نه والوته.

متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل شاوخوا ۲۰ کلن نظامي ماموریت دوشنبې اګست ۳۰ (وږي۸) پای ته ورساوه. د امریکا د پوځ وروستۍ الوتکه د واشنګټن پر وخت د ماسښین په ۳:۲۹ والوته چې په کابل کې تقریباً نیمه شپه وه.

امریکا پداسې حال کې په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته ورساوه چې لا هم ګڼ شمیر امریکایي اتباع، هغه افغانان چې د امریکایي ځواکونو او حکومت سره یې کار کړی او یو شمیر نور د خطر سره مخ افغانان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

خو د امریکا د عمومي لوی درستیز د سیمه ایزو عملیاتو مرستیال، تورن جنرال ویلیم هانک خبریالانو ته وویل "لا هم د تخلیې او الوتنو وړتیا شته او تر وروستي تنه به ادامه ولري.

سپینې ماڼۍ او پنټاګان ویلي چې د دوشنبې تر ورځې د افغانستان نه ټول ټال ۱۱۶۷۰۰ کسان ایستل شویدي.

د افغانستان – امریکا راتلونکې اړیکې

متحده ایالاتو په افغانستان کې د نظامي ماموریت د پای ته رسولو تر څنګ په هغه هیواد کې خپل سیاسي حضور هم ځنډولی او او دیپلوماتیکي عملیات یې قطر ته لیږدولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دې سیاسي بدلون د څرګندولو تر څنګ وویل چې د افغانستان په هکله "نوی باب" پیل شو.

ښاغلي بلینکن وویل، " سره د نن نه مو په افغانستان کې خپل سیاسي حضور وځنډاوه او عملیات مو قطر ته ولیږدول. کانګریس ته به هم خبر ورکړل شي. "

سره لدې چې طالبانو څه باندې ۲ اوونۍ کیږي چې په کابل کې یې واک تر لاسه کړی خو لا یې هم حکومت ندی جوړ کړی او نه یې د خپل راتلونکي نظام د بڼۍ په هکله څه ویلي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته طالبان باید خپلې کړڼۍ ژمني پر ځای کړي او زیاته یې کړه چې"مشروعیت او ملاتړ باید وګټل شي. "
ښاغلي بلیکن زیاته کړه، "د افغانستان سره مو د کار کولو نوی باب پیل شو. پدې کې به مونږ په دیپلوماسۍ مخې ته ځو. سیاسي ماموریت ختم شو او نوی سیاسي ماموریت پيل شو. "
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې طالبان باید خلکو ته د سفر کولو آزادي ورکړي، د میرمنو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او ا پرې نږدي چې دا هیواد د ترهګرو په اډې بدل شي.

XS
SM
MD
LG