د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځانګړی استازی هندي چارواکو سره پر افغانستان غږېدلی


د امریکا ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره افغانستان کې د ګټو په اړه خبرې کړي
د امریکا ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره افغانستان کې د ګټو په اړه خبرې کړي

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټامس ویسټ له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نومبر ۱۶(لړم ۲۵) یې د هند د ملي امنیت شورا له سلاکار اجیت دوال، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او یو شمېر نورو هندي چارواکو سره یې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې له خپل نژدې ملګري (هند) سره به په ګډه په یو باثباته او سوله ییز افغانستان کې خپلو پراخو ګډو ګټو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي توماس وست سره په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او د ګډو ګټو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټامس ویسټ تر هند مخکې روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د هغه هیواد د ملي امنیت شورا د سلاکار له مرستیال سره هم کتلي و.

نوموړي ویلي و چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ګډو ګټو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو عملي کولو په اړتیا خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ زیاته کړې: "موږ په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو لخوا د شویو ژمنو د عملي کېدو په اړتیا خبرې کړي دي."

ټامس ویسټ‌ د زلمي خلیلزاد تر استعفا وروسته د تیري اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه د افغان سولې په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وټاکل شو.

نوموړی دنده لري چې د افغانستان په اړه دپلوماتیکې هڅې رهبري کړي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزوارت لوړپوړو چارواکو ته مشورې ورکړي.

دغه امریکايي دپلومات همدارنګه په کابل کې د امریکا د سفارت چارې چې اوس مهال د قطر مرکز دوحې ته انتقال شوی دی هم همغږې کوي تر څو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ګټې خوندي شي.

ښاغلي ویسټ د نومبر میاشتې په اوومه (لړم ۱۶) اروپايي او په ځانګړي ډول اسیايي هیوادونو ته خپل سفر پيل کړ. نوموړي تر خپل سفر مخکې ویلي و چې له خپلو متحدینو او د متحده ایالاتو له شریکانو سره به د افغانستان په اړه د وروسته اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې وه: "نړیواله ټولنه د دې لپاره چې د افغانستان په مسائلو کې ګټوره پاتې شي، باید یو ځای عمل وکړي."

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د امریکا متحده ایالاتو او په کابل کې د طالبانو د حکومت ترمنځ دوهم پړاو مذاکرات به کله پیل شي، خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو او د افغان سولې په چاروکي د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي و چې واشنګټن له طالبانو سره د خبرو نوي پړاو لپاره په دوحه کې چمتووالي نیسي.

XS
SM
MD
LG