د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او چین د نفوذ مخنیوی؛ پمپیو د مرکزي اروپا هېوادونو ته سفر کوي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې امریکا غواړي په دغه وچه کې د روسیې او چین د اقتصادي او جېوپولتیک نفوذ پر وړاندې مبارزه وکړي 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې امریکا غواړي په دغه وچه کې د روسیې او چین د اقتصادي او جېوپولتیک نفوذ پر وړاندې مبارزه وکړي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو د چک جمهوريت، سلوانیا، اترش او پولند هېوادونو ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ اګست ۱۱مه (زمري ۲۱مه) د مرکزي اروپا هېوادونو ته په سفر ځي. هغه به د چک په جمهوريت کې یوې غونډې ته وینا کوي او له خپل چکي سیال توماس پترېسک سره ګوري.

پامپیو هغه موزیم ته هم ورځي چې د دویمې نړېوالې جګړې په ترڅ کې د سیمې په آزادولو کې د امریکا د ونډې او همکاریو په ویاړ جوړ شوی دی.

دغه جګپوړی امریکايي دېپلومات په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې امریکا غواړي په دغه وچه کې د روسیې او چین د اقتصادي او جېوپولتیک نفوذ پر وړاندې مبارزه وکړي.

پامپیو به د اګست له ۱۱-۱۵ نېټې پورې د چک جمهوریت په شمول، سلوانیا، اتریش او پولنډ هېوادونو ته هم سفر وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت په پام کې لري چې له جرمني نه ۱۲۰۰۰ امریکايي پوځیان وباسي او یو شمېر یې په پولنډ او نورو اروپايي هېوادونو کې دېره کړي. چارواکي له دغه پلان نه دفاع کوي خو په امریکا او اروپا کې یو شمېر کسانو پدې اړه اندېښنه ښودلې ده.

په اروپايي او اروپا-آسیايي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال فلېپ ریکر ویلي چې پامپیو به له متحدینو سره د امریکا او پولنډ د تازه بشپړ شوي دفاعي تړون په اړه بحث وکړي.

د چارواکو په وینا دغه سند د ۱۰۰۰ امريکايي پوځیانو "بدلېدونکي حضور" ته زمینه برابروي څو د "روسیې مخنیوی وشي او ناټو تقویه شي". پولنډ کې اوس ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان او مامورین دېره دي.

د "نورد سټریم ۲" د ګازو د لانجمنې پروژې د بشپړېدو په درشل کې د امریکا د انرژۍ وزیر غواړي د مرکزي اروپا له رهبرانو سره مجلس وکړي. ددغې پروژې له لارې، روسیه جرمني ته طبیعي ګاز صادروي.

په اروپايي او اروپا-آسیايي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي چې واشنګټڼ "له دغو هېوادونو سره د بدیلو سرچینو په پیدا کولو کې ډېر ژمن و څو دوي له روسیې څخه خپل مسیر بدل کړي".

XS
SM
MD
LG