د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ۱۲ ساعتونو کې څه باندې ۱۰۹۰۰ تنه د افغانستان نه ایستلي


پداسې حال کې چې د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نیټې ته یوازې ۸ ورځې پاتې، امریکایي ځواکونو د افغانستان نه د پام وړ کسانو د ایستلو بهیر چټک کړی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د دوشنبې په ورځ ، اګست ۲۳ (وږي ۱) یوازې په ۱۲ ساعتونو کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر څخه ۱۰۹۰۰ کسان په الوتکو کې ایستل شویدي.

امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راپدیخوا چې د افغانستان نه د تخلیې پرواګرم یې پیل کړی تر اوسه یې ۵۳ زره کسان په الوتکو کې ایستلي دي.

پنټاګان ویلي چې ایستل شوي کسان امریکایي اتباع، هغه افغانان چې د امریکایي ځواکونو یا حکومت سره یې د ژباړونکو په توګه یا نورو دندو کې کار کړی، د ځانګړو ویزو درخواست کوونکي او هغه کسان وو چې په غیرې دولتي مؤسسو، مطبوعاتو او یا نورو دندو د ترسره کولو په خاطر د طالبانو د بریدونو د خطر سره مخامخ وو.

د پنټاګان ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د تخلیې د عملیاتو تمرکز به دا وي چې دا بهیر د روانې اګست د میاشتې تر ۳۱ مې بشپړ شي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن دغه نیټه د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره وروستی مهلت ټاکلی.

خو جرمني، بریتانیې او فرانسې د دوشنبې په ورځ ویلي چې ښایي د تخلیې بهیر د اګست د میاشتې د ۳۱ مې نیټې نه وروسته هم دوام ولري. د دغو هیوادونو چارواکو د امریکا نه غوښتي چې خپل ځواکونه دې په هوایي ډګر کې پریږدي چې د تخلیې په عملیاتو کې مرسته وکاندي.

ټاکل شوې د جي۷ هیوادونو مشران نن سه شنبه د افغانستان په هکله د خبرو لپاره آنلاین غونډه جوړه کړي. د بریتانیې د وسله والو ځواکونو وزیر جیمز هیپي ویلي دا چې امریکا به قناعت وکړي چې پاتې شي یا نه سبا د صدراعظم بوریس جانسن سره د ملاقات نه وروسته به معلومه شي.

XS
SM
MD
LG