د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ۴۰ کلن برنارډ اعدام کړ


فدرالي چارواکو د پنجشنبې په ورځ برنډن برنارډ ته د زهرو ډکه پیچکاري وکړله او اعدام یې کړ.
فدرالي چارواکو د پنجشنبې په ورځ برنډن برنارډ ته د زهرو ډکه پیچکاري وکړله او اعدام یې کړ.

د امریکا د عدلیې وزارت دبرنډن برنارډ په نامه دا قاتل د جمهوري ریاست د واک د لیږد په دورې کې پرون د پنجشنبې په ورځ، ډسمبر ۱۰( لیندۍ۲۰) اعدام کړ چې د امریکا په معاصر تاریخ کې ساری نلري.

برنډن د یوې جرمې ډلې غړی و او په ۱۹۹۹ کال کې د ټکساز په ایالت کې ۲ ځوانان وژلي و. برنارډ تور پوستی امریکایي دی او ۱۸ کلن و او د دې ځوانانو د قتل پر وخت ۱۸ کلن و.

دې قاتل ته د فدرال په یو زندان کې د زهرو نه ډکه پیچکاري وشوه.

شاوخوا ۵ سوه زرو کسانو د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت نه غوښتي و چې برنارډ دې د اعدام پر ځای په عمري قید سزا محکوم شي.

ټاکل شوې چې د برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په حکومت کې څو نور کسان هم اعدام شي.

فدرالي چارواکي پلان لري چې بله میاشت لیسا مونټ ګومري هم اعدام کړي. هغه د امریکا په متحده ایالاتو کې یوازینې میرمن ده چې د اعدام په سزا محکومه شوې.

په لیسا دا تور دی چې یوه امیندواره میرمن یې زندۍ کړې وه او بیا یې د هغې ماشوم چې د مور د ګیډې نه ژوندی رایستلی و. دا ماشوم اوس تنکی ځوان دی.

حکومت همدرانګه تیره میاشت ۴۹ کلن اورلانډو کورډیا هال په نامه شخص هم اعدام کړي. هغه پدې تورن و چې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ یې تښتولې او وژلې وه.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د اعدام د سزا په هکله خلک بیلا بیل نظرونه لري. په یوې تازه سروې چې د ګالوپ ادارې تیر کال کړې، ۵۵ په سلو کې امریکایان د دې طرفدار دي چې قاتلینو ته باید د مرګ سزا ورکړل شي خو ۴۳ په سلو کې بیا ورسره مخالفت لري.

تقریباُ ۱۷ کاله شوي و چې په امریکا کې څوک اعدام شوي نه و خو د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د جولای په میاشت کې اعدامول پیل کړل او برنارډ نهم کس دی چی اعدامیږي.

منتخب جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي چې د اعدام سزا د پای ته رسولو طرفداری دی.

XS
SM
MD
LG