د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما میرمن د جنوبي افریقا په سفر وتلې


میشل اوباما د جنوبي افریقا له پخواني جمهور رییس نیلسن منډیلا سره
میشل اوباما د جنوبي افریقا له پخواني جمهور رییس نیلسن منډیلا سره

د امریکا د جمهور رئیس میرمنې میشل اوباما جنوبي افریقا ته خپل د یوې اونۍ سفر پیل کړی دی.

هغې نن په جهانسبرګ کې د جنوبي افریقا له پخواني جمهور رییس او په دغه ملک کې د نژادي تفرقې خلاف د مبارز نیلسن منډیلا سره وکتل.

سپینې ماڼۍ مخکې ویلي و چې ددې ډیر امکان نشته چې میرمن اوباما به له ښاغلي منډیلا سره وګوري.

۹۲ کلن منډیلا دا یو کال کیږي چې د سږو د یوې سختې ناروغۍ له آمله پخپل کور کې بستر دی.

له میشل اوباما سره پدغه سفر کې پخپله جمهور رییس اوباما ندی ملګری خو د هغې دواړه لوڼې ملییه او ساشه ورسره دي.

جمهور رییس اوباما په خپلو خبرو کې ویلي چې د نیلسن منډیلا مبارزې د هغه لپاره یو الهام دی.

ټاکل شوې ده چې میرمن اوباما جهانسبرګ کې د نژادي تفرقې خلاف د مبارزې تاریخ ته ځانګړی شوی موزیم ګوري. هغه به کیپ ټاون او د روبین ټاپو ته هم ځي چیرې چې نیلسن منډیلا ۱۸ کاله زندان تیر کړی دی.

میشل اوباما وویل غواړي هلته ځوانان وهڅوي چې په هغه سیمه کې د لویو ستونزو لکه ناروغۍ، بې وزلی او د نړۍ د هوا د بدلون سره د مبارزې د چارو مشري په غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG