د لاس رسي وړ اتصالات

بلنکین د هغو عربي هیوادونو وزیرانو سره ګوري چې اسرائیل سره یې اړیکې عادې کړې


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین نن یکشنبه مارچ ۲۷ (وري۲) د اسرائیل د طل ابیب په ښار کې د هغو عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري چې د اسرائیل سره یې د امریکا په منځګړتوب اړیکې عادي کړي.

ښاغلی بلنکین تیره ورځ اسرائیل ته ورسید او نن او سبا به د اسرائیل تر څنګ د مراکش، مصر، بحرین او عربي متحده امارتو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره وګوري.

دې ټولو هیوادونو د ۲۰۲۰ کال راپدیخوا چې د متحده ایالاتو په منځګړتوب او هڅونې د اسرائیل سره اړیکې عادې کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لپید دا لیدنې کتنې "تاریخي غونډه" بللې.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر اسرائیل وروسته الجزایر ، مراکش او عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي او ددې هیوادونو د مشرانو سره وګوري.

ویل کیږي چې د دې ملاقات یو هدف د روسیې د یرغل په غبرګون کې د اوکراین لپاره ملاتړ جلب کول دي.

خو امریکایي چارواکي وایي چې منځني ختیځ ته د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هدف اسرائیل ته د هغو اندیښنو آرامه کول دي چې د ایران سره د اتومي تړون په هکله پیدا شوې.

انټوني بلنکین به پدې سفر کې په منځني ختیځ او ټولې نړۍ کې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د غنمو د احتمالي کمښت په هکله هم خبرې وکړي.

ډیری اروپایي هیوادونه د اوکراین څخه غنم واردوي.
د انټوني بلنکین د سفر څخه وړاندې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرستې مرستیالې یایل لیمپرت په یوې اعلامیې کې ویلي چې " دا درد (غنمو کمښت) په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې احساس شوی ځکه چې ډیری هیوادونه لږ تر لږه نیمایي غنم د اوکراین څخه واردوي".

میرمن لیمپرت په اعلامیې کې ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل له کبله به په سیمې کې د ډوډۍ به ګډون د اساسي محصولاتو بیې لوړې شي.

انټوني بلنکین پداسې حال کې منځني ختیځ ته ځي چې متحده ایالات او ایران د ۲۰۱۵ کال د هغې اتومي تړون پر سره معاملې ته نږدې شوي چې ایران د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

XS
SM
MD
LG