د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو باندې بندیزونه ولګول


امریکایي چارواکي وایي په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو بریدونه دتیرې اکټوبر میاشتې راهیسې ډیر شوي.
امریکایي چارواکي وایي په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو بریدونه دتیرې اکټوبر میاشتې راهیسې ډیر شوي.

د متحده ایالاتو حکومت جمعه نومبر ۱۷ (لړم۲۶) په عراق کې د کتایب حزب الله ملیشو په شپږ غړیو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، بندیزونه ولګول.

پدې ملیشو تور دی چې په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونو کې لاس لري چې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې یې زور اخیستی.

د متحده ایالاتو د حکومت بندیزونه د دې ملیشو د بهرنیو اړیکو په مشر، د حاکمې شورا غړیو، یو نظامي قوماندان او یو ویاند لګیدلي دي.

د بندیزونو له مخې دا کسان په متحده ایالاتو کې بانکونو او جایدادونو ته لاسرسی نشي لرلی، او دیته یې هم نه پریږدي چې د امریکایي اتباعو او شرکتونو سره کاروبار وکړي.

په سوریې او عراق کې په امریکایي ځواکونو دا بریدونه وروسته تر هغه ډیر شول چې په حماس په اسرائیل د اکټوبر په ۷ مې برید وکړ او اسرائیل يې په ځواب کې په غزې هوایي بمباري پیل کړله.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د جمعې په ورځ هم په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو درې نور بریدونه شوي.

پدې سره د حماس – اسرائیل جګړې پیل راهیسې په سوریه او عراق کې په هغو اډو چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي د شویو بریدونو شمیر ۶۰ ته ورسید.

د دفاع وزارت یو چارواکي ویلي چې دا بریدونه د بې پيلوټه یا ډرون الوتکو پواسطه شوي.

یو برید د عراق د اربیل په سیمې کې د الحریر په هوایي اډې شوی چې چا ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې خو پدې هکله پلټنې روانې دي چې آیا په برید کې دې اډې ته زیان رسیدلی که نه.

د چارواکو په وینا دویم برید د عراق د الاسد په اډې شوی چې چا ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې او نه یې اډې ته کوم زیان رسولی. دریم برید په سوریې کې د تل بیدر په نظامي اډې شوی چې د امریکا یو سرتیری پکې برسیرن ټپي شوی.

په عراق او سوریې کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو خبردرای ورکړی چې دا ډول بریدونه به ادامه ولري ځکه چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې کې متحده ایالاتو د اسرائیل سره خپل ملاتړ ښودلی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کتایب حزب الله ملیشې د ترهګرو په سازمان کې شامل کړي او د خزانې وزارت د بهرنیو شمتنیو کنټرول ادارې ویلي چې د ملیشو دې ډلې سره د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او قُدس ځواکونو لخوا ملاتړ کیږي.

په اسرائیل د حماس په برید کې تقریباً ۱۲ سوه کسان وژل شوي او همدارنګه شاوخوا ۲۴۰ نور یې د ځان سره برمته کړي.

بل پلو په غزې کې د عامې روغتیا چارواکو بیا ویلي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې ۱۱۴۷۰ تنه وژل شوي چې د دریو څخه دوه برخې یې ماشومان او میرمنې دي.

همدارنګه ویل کیږي چې ددې بریدونو له کبله ۲۷۰۰ تنه ورک شوي هم دي.

دا ارقام کومې خپلواکې سرچیني ندي تائید کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG