د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو په کندهار کې په طالبانو هوایي برید کړی


طالبانو ویلي په برید کې ملکي کسان وژل شوي خو د امریکایي ځواکونو ویاند د طالبانو ادعا رد کړې.
طالبانو ویلي په برید کې ملکي کسان وژل شوي خو د امریکایي ځواکونو ویاند د طالبانو ادعا رد کړې.

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي د کندهار د ژیړۍ په ولسوالۍ کې یې د طالبانو په مرکزونو هوایي برید کړی.

د امریکایي ځواکونو ویاند، سوني لګیت نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) په ټویټر کې لیکلي چې دا هوایي برید پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د دفاع په خاطر شوی.

طالبانو ویلي چې پدې هوایي برید کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي خو د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې ملکي کسانو ته پدې هوایي برید کې زیان ندی رسیدلی.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا هوایي برید د دوحې د تړون نه سرغړونه ده خو د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت وایي دا برید د امریکا او طالبانو د تړون سره سم شوی.

امریکایي ځواکونو د دې برید نه وړاندې هم د وردګو په ولایت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو بریدونه کړي و.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د قاطع ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم څه موده وړاندې طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که تاوتریخوالی کم نکړي، پر ضد به یې اقدام وشي.

امریکایي ځواکونو ویلي و هر کله چې طالبان په افغان امنیتي ځواکونو برید وکړي، دې ته ورته بریدونه به پرې وشي.

په افغانستان کې د طالبانو بریدونه پداسې وخت کې ډیر شوي چې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی.

امریکا، ناټو، اروپایي اتحادیې او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پیښو ډیریدل د منلو وړ ندي او د افغانستان د حکومت او طالبانو نه یې غوښتي هر څومره ژر چې امکان لري، اوربند دې وکړي.

XS
SM
MD
LG