د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو یمن کې د حوثیانو توغندي او بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي


د متحده ایالاتو پوځ جمعه جون اوومه ( غبرګولي ۱۸) ویلي چې امریکایي ځواکونو په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څلور بې پیلوټه یا ډرون الوتکې او دوه د کښتیو ضد توغندي له منځه وړي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې چې په ټولنیزو شبکې کې خپره شوه ویلي چې پدې عملیاتو کې د حوثیانو یوه بله بې پیلوټه الوتکه هم له منځه وړل شوی چې د ماندیب تنګي په لور توغول شوې وه.

د سینټاک په اعلامیې کې ویل شوي چې د حوثي له منځه وړل شوي توغندي بالاستیک و.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې د حوثیانو د ګزمې یوه کښتۍ هم له منځه وړل شوې خو دا یې ندي ویلي چې آیا په کښتۍ کې چا ته مرګ ژوبله هم رسیدلې که نه.

د امریکا د پوځ دې قوماندانۍ همدارنګه ویلي چې حوثي یاغیانو په سرې بحیرې کې د کښتیو ضد څلور د کښتیو ضد توغندي وار کړي چې د متحده ایالاتو، ائتلافي ځواکونو او سوداګریزو کښتیو ته هیڅ زیان پکې ندی رسیدلی او پدې بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله هم نده اوښتې.

په یمن کې میشت حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د تیر کال نومبر میاشتې راهیسې یې په سرې بحیرې او عدن خلیج کې په سوداګریزو او نورو کښتیو د ډرون او توغندیو بریدونه پيل کړي او وایي دا کار په غزې کې د فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په خاطر کوي.

په کښتیو د حوثیانو دې بریدونو د کښتیو تګ راتګ په یوې مهمې لارې کې امنیتي ستونزې پیدا کړي چې له همدې کبله متحده ایالاتو او بریتانیې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثیانو په وسلو او نورو نظامي تاسیساتو هوایي بریدونه پیل کړي چې هغوي په نظامي لحاظ کمزوري کړي او پرې نږدې چې دا ډول بریدونه جاري وساتي.

د حوثیانو دې بریدونو له کبله نه یوازې دا چې د سوداګریزو کښتیو بیمه بیخي ډیره لوړه شوې بلکې همدارنګه اوس کښتۍ د سرې بحیرې پر ځای د افریقا لویې وچې په جنوب کې اوبو کې تیریږي چې ډیره اوږده ده او له همدې کبله یې لګښت ډیر شوی.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د یمن حوثي یاغیان د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره د ملاتړ او پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې د امریکا د کښتیو په ګډون پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.

دغو یاغیانو ګواښ کړی دی چې تر هغو به پر کښتیو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیل عملیات بند نه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG