د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ سومالیه کې د داعش-خراسان څانګې یو مهم مالي ملاتړ کوونکی وژلی


د امریکا پوځ ویلي چې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د امریکا پوځ ویلي چې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د متحده ایالاتو حکومت پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغې۶) اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو د سومالیې په شمال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو جګپوړی غړی او لس نور "ترهګر" وژلي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات چارشنبه په غرنۍ سیمې کې چې سوړي پکې دي شوي او د بلال السوداني په نامه د داعش غړی پکې وژل شوی چې د یو "نړیوال ترهګریز سازمان" لپاره یې مالي امکانات برابرول.

د دفاع وزیر لیوډ آسټن د دې عملیاتو په هکله په اعلامیې کې ویلي، " د دې اقدام له کبله متحده ایالت او شریکان یې خوندي او لا مصؤن شول او زمونږ ټینګه اراده څرګندوي چې امریکایي اتباع په کور دننه او بهر څخه د ترهګرۍ د ګواښ څخه خوندي ساتو".

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د دې عملیاتو په هکله تیره اوونۍ جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي و او څو میاشتو راپدیخوا یې د پلان په جوړولو کار شوی و.

د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت دوو جګپوړو چارواکو چې د دې عملیاتو په هکله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې ښاغلي بایډن په روانې اوونۍ کې د وسله والو ځواکونو د عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي او دفاع وزیر لیوډ آسټن تر وړاندیز وروسته د دې عملیاتو منظوره ورکړه.

د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې د څو کالونو راپدیخوا د السوداني پسې ګرځیدې. هغه په افریقا کې د اسلامي دولت لپاره د پیسو په راټولولو کې مهم نقش درلود.

د متحده ایالاتو حکومت همدرانګه ویلي چې السوداني په افغانستان کې د داعش – خراسان څانګې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د مالي امکاناتو په برابرولو کې مهم نقش درلود.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت تیر کال ویلي و چې السوداني د داعش ډلې یو بل غړي عبدالله حسین ابادیګا سره د نږدې کار کاوه او په جنوبي افریقا کې یې وسله وال استخدام کول او د روزنې کمپونو ته یې استول.

ابادیګا په جنوبي افریقا کې د دوو جماتونو مشري په غاړه لرله او د خپل موقف څخه په ګټې اخیستو یې د جومات د غړیو څخه پیسې اخیستې.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې هم په السوداني د الشباب د وسله والې ډلې سره د تړاو په خاطر بندیزونه لګولي و. د خزانې وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي و چې السوداني د بهرنیو جنګیالیو سره مرسته کوله چې په سومالیې کې ددې سخت دریزه ډلې د روزنې کمپونو ته ولاړ شي.

پنټاګان ویلي چې د السوداني د وژلو په عملیاتو کې کوم ملکي وګړی وژل شوی یا ټپي شوی ندی.

امریکایي چارواکو ویلي په لومړي سر کې پلان دا و چې السوداني ژوندی ونیول شي خو دا چې په کومې بڼې دا عملیات تر سره شول، ژوندی نیول کیدل یې امکان نه درلود. امریکایي چارواکو د دې عملیاتو په هکله ډیر لږ جزیات ورکړي.

XS
SM
MD
LG