د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو سوریه کې د داعش ۲ چارواکي وژلي


امریکایي ځواکونو د چاپې ځانګړی ځای ندی ښودلی خو دومره یې ویلي چې د سوریې په ختیځې برخې کې شوې.
امریکایي ځواکونو د چاپې ځانګړی ځای ندی ښودلی خو دومره یې ویلي چې د سوریې په ختیځې برخې کې شوې.

د متحده ایالاتو مرکزي قومانانۍ ویلي په سوریه کې امریکایي ځواکونو د دې هیواد په ختیځ کې د هیلو کوپترې په مرستې په یوې سیمې چې د اسلامي دولت یا داعش وسله وال پکې پټ و، په "بریالۍ" چاپې کې د دې ډلې دوه چارواکي وژلي دي.

د امریکا د پوځ په اعلامیې کې یکشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۱۹) ویل شوي چې چاپه په محلي وخت د شپې ناوخته شوې خو نور جزیات پکې ندي ورکړل شوي او نه هم د چاپې د موقعیت په هکله څه ویل شوي.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې په چاپې کې یو وژل شوی انس نومیده چې د سوریې د یو ولایت چارواکی و او د دې هیواد په ختیځې برخې کې یې د عملیاتو لپاره د آسانتیاوو د برابرولو لپاره پلانونه جوړول.

د سوریې د بشري حقونو اداره چې مرکز یې په برتانیې کې دی او په سوریه کې د جګړې په هکله معلومات راټولوي، ویلي چې دا پدې تیرو دریو اوونیو کې د داعش پر ضد تر ټولو "مهم" عملیات و.

دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې د یکشنبې شپې پدې عملیاتو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دموکراتیکو ځواکونو هم برخه درلوده او دا چاپه د دیر الزور په ولایت کې شویده.

په عین حال کې امریکایي ځواکونو ویلي چې د لومړنیو ارزیابیو له مخې پدې چاپې کې هیڅ کوم ملکي وګړی وژل شوی یا ټپي شوی ندی.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې امریکا یې تر شا ولاړه ده، د دې هیواد په ختیځې برخو کې د سوریې اوسنی پوځ دی او د داعش په خلاف جګړې کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو سره همکاري کوي.

سل ګونه امریکایي ځواکونه په سوریه کې دیره دي او د هغو ائتلافي ځواکونو مشري کوي چې هلته د داعش په خلاف عملیات کوي.

د سوریې په ختیځ کې د داعش دا وسله وال داسې مهال وژل شوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روسي‌ سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي‌ دي‌ لازمي‌ ده چې کرملین له کردي ځواکونو څخه د سوریې شمال «پاک» کړي.

ولسمشر اردوغان پلان لري‌ چې د کردي‌ ځواکونو په ضد ځمکني عملیات پیل کړي. ترکیه دا ځواکونه تورنوي چې د نومبر په میاشت کې یې په استانبول کې چاودنه کړې چې شپږ تنه په کې وژل شوي دي.

مسکو او انقرې په ۲۰۱۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې شاوخوا ۳۰ کیلو متره «مصونه سیمه» وټاکل شوه چې ترکیه د سرحد د بلې غاړې د بریدونو څخه خوندي وي.

ښاغلي‌ اردوغان روسیه، چې د سوریې په جګړې کې مهمه لوبغاړې او د بشار الاسد د رژیم کلکه ملاتړې بلل کېږي، تورنه کړې چې د دغه تړون په پلي کولو کې ناکامه شوې ده.

خو د کردانو په مشرۍ د سوریې دموکراتیکو ځواکونو خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د ترکیې د یرغل له کبله به د داعش په خلاف جګړه د خطر سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG