د لاس رسي وړ اتصالات

پنځو امریکايي ډیپلوماتانو په یو وار استعفاوې وکړې


د دغو ډیپلوماتانو د استعفی علت معلوم نه دی
د دغو ډیپلوماتانو د استعفی علت معلوم نه دی

د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ له راتګ شاوخوا یوه اونۍ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پنځو لوړ پوړیو ډیپلوماتانو په یو وارې استعفاوې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزرات کې سرچینو امریکا غږ ته وویل چې په دغو پنځو ډيپلوماتانو کې یې یو اروپا ته په لاره و، چې په الوتکه کې ورته د بېرته راګرځېدو امر وشو.

د بهرنیو چارو وزارت یو پخواني سلاکار بروسي جنټلسن امریکا غږ ته وویل " دا نه کوم تصادف دی او نه هم کوم عادي بهیر دی. که دا کار له مخکې تنظیم شوی نه وي، بیا خو خبره نوره هم مهمه ده".

خو د امریکا د بهرنیو خدمتونو د ټولنې مشره، باربرا سټیفنسن وايي چې له یوې دندې بلې ته تلل او یا استعفی کول د بهرنیو خدمتونو د څانګې یوه برخه ده.

هغه وايي " دا یوه عادي خبره ده چې له نوې ادارې سره نوي تغیرات هم راځي". تراوسه ددغو ډیپلوماتانو د استعفا دقیق علت نه دی معلوم.

دغه ډیپلوماتان څوک دي

په دغو پنځو ډيپلوماتانو کې د بهرنیو چارو وزارت اداري معین، پیټریک کینډي او د اروپا او اروپا-روسیې د چارو مرستیاله ویکټوریا نولاند، شامل دي. همدغه راز دوه نور یې د کونسلي چارو مرستیال میچل بونډ او بل اداري مرستیال جایس بار دي.

پنځم ډيپلومات بیا د بهرنیو اړیکو د دفتر مشر، ګینتري سمیت، دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوې منبعې امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې بله اونۍ، د وسلو د کنترول او نړیوال امنیت د معینیت یو بل ډیپلومات، توماس کانټريمن، هم استعفی وکړي.

منابع وايي همدغه ډیپلومات اروپا یوې غونډې ته په لار و چې ورته امر وشو چې بېرته راوګرځي، خو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دغه ډیپلوماتان داسې مهال استعفاوې کوي، چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی کاندید، ریکس ټیلرسن، تاید کړ.

ټاکل شوې چې را روانه اونۍ د امریکا کانګرس ښاغلي ټیلرسن ته د باور او نه باور رایه ورکړي.

XS
SM
MD
LG