د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د خپلواکۍ ورځ؛ ولس د سیاستوالو د نظر له بیلوالي اندېښنه لري


نن د جولائ څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده. له دود سره سم پدې ورځ په ټوله امریکا کې خلک جرګه کیږي او د اور لوبو او جشنونو په جوړولو سره د خپلواکۍ خوښي لمانځي.

پدې وخت خلکو ته د ګډ ساه اخېستلو فرصت پیدا کیږي او پر هغو دیموکراتیکو آرمانونو ویاړي چې د امریکا اساس جوړوي.

امریکا په ۱۷۷۶ کال کې له برېټانیا څخه د خپلواکۍ د اخېستلو اعلان وکړ او سملاسي یې د ولسواکۍ لپاره هڅې پیل کړې.

سږکال تر بل هر وخت سیاسي جنجالونو د امریکا د دیموکراسۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د سترې محکمې د یوه غړي د ځاي ناستي پر ټاکلو بحثونو دې څو ورځو کې سیاستوال سره ویشلي دي.

دیموکرات سناتوره، الیزابت وارین وایې چې د امریکا ولسمشر "سلطان نه دی او "هیڅوک سترې محکمې ته رسیدلی نشي، مګر دا چې د سنا تائیدي واخلي."

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد د عظمت او لویوالي د بیا اعاده کولو لپاره خپله مبارزه جارې ساتلې ده.

ولسمشر ټرمپ وایې چې د امریکا د "اتباعو لپاره موږ د خپلې ښکلې امریکا خوبونه رښتیا کوو."

د ولسمشر ټرمپ په کارې دوران کې د سیاسي نظر بیلوالی زیات شوی دی. همداوس د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې پر مداخلو څېړنې روانې دي. نظر پوښتنې ښیي چې ډیری امریکایان له دغو څېړنو څخه ملاتړ کوي.

د کانګرس جمهوریت غوښتونکی غړی تري ګوډيد د جنجالونو پر ختمېدو ټینګار کوي او وایې چې "دا هرڅه یواځې هېواد تقسیموي."

تاریخ پوه آلن لیچمن پدې نظر دی چې سیاسي اختلافات جدي او ډارونکي دي.

ښاغلی لیچمن وایې چې "خلک فکر کوي چې دوي له امریکا څخه د خپلو سیاسي ګټو، جنسیت، نژاد او مذهب په خاطر حذف شوي دي."

خو لدې ټولو ناخوالو سره سره، امریکايان د جولائ په څلورمه خپل اختلافات شاته پریږدي او له ولسواکۍ په شانداره توګه لمانځنه کوي.

د امریکا د خپلواکۍ ورځ؛ ولس د سیاستوالو د نظر له بیلوالي اندېښنه لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

XS
SM
MD
LG