د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د آزادﺉ مډالونه ووېشل


امریکا د آزادﺉ مډالونه ووېشل
امریکا د آزادﺉ مډالونه ووېشل

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما پرون دلته په واشنګټن کې ۱۵ تنو ته د آزادئ مډالونه ورکړل. په دغو کسانو کې د امریکا یو پخوانی جمهور رئیس، د باسکټبال یو پخوانی تکړه لوبغاړی، د مدني حقونو یو وتلی مبارز او د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل شامله ده.

په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه په یوه غونډه کې اوباما وویل د مډالونو دغه ګټونکي ددې استازیتوب کوي چې موږ څوک یو او یا غواړو څوک شو.

د آزادئ مډال په ملکي برخه کې تر ټولو ستر مډال دی او هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د امریکا د خوندیتوب،‌ د نړۍ د امنیت،‌ کلتور او داسې نورو برخو په ساتنه کې یې په شخصي یا رسمي ډول د پام وړ کارونه کړي وي.

اوباما د انګیلا مرکل په اړه چې په غونډې کې یې برخه نلرله،‌ وویل چې هغې له کوچنیوالي نه د جرمني د آزادئ په اړه فکر کاوه. اوباما وویل، مرکل په جرمني کې د لومړنۍ ښځینه صدراعظمې په توګه په دې لاره کې د ښځو په وړاندې موجود خنډونه له منځه یووړل او دا د ټولې نړۍ لپاره یوه بیلګه ده.

اوباما وویل، مرکل به ډیر ژر امریکا ته رسمي سفر وکړي او دی داسې فکر کوي چې دغه مډال یو اعتمادي نړیوال همکار او ملګري ته ورکوي.

اوباما همدارنګه د امریکا پخوانی جمهور رئیس جورج ایچ ډبلیو بوش هم وستایه، دی شل کاله مخکې د امریکا جمهور رئیس وو او د ژوند له ۷۰ کلونو زیات وخت یې د ملک په خدمت کې تیر کړی دی. اوباما وویل چې د ښاغلي بوش ژوند ددې خبرې تصدیق کوي چې عامه خدمت عالي کار دی.

هغه په پارلمان کې د ټکساس د ایالت داستاځیتوب نه علاوه، په ملګرو ملتونو کې د سفیر، د جمهوري غوښتونکو د ګوند د رئیس، په چین کې د امریکا د سفیر، د امریکا د مرکزي استخباراتو د رئیس، د دوو دورو لپاره د امریکا د جمهوري ریاست د مرستیال او یوه دوره د امریکا د ۴۱م جمهور رئیس په توګه کار کړی دی.

د سه شنبې د ورځې په نورو مډال ګټونکو کې سوداګر وارن بفیټ، د باسکټبال پخوانی تکړه لوبغاړی بیل راسل، او د بشري حقونو مدافع جان لیویس هم شامل وو چې د امریکاد ولسي جرګې دیموکرات غړی دی.

نور مډال ګټونکي سیلیسټ یویو ما، جین کینیډي سمیت د کینیډي د سیاسي کورنۍ غړې چې پخوا په ایرلنډ‌ کې سفیره هم وه، د هلوکاسټ له پیښې نه ژوندی پاتې کس جیرډا وایزمن کلین او لیکواله او شاعره مایا انجیلو شامل وو.

د آزادی د مډال یو ګټونکی د سترګو ډاکتر ټام لیټل وو.‌ لیټل په تیر اګست کې د افغانستان په جګړه کې ووژل شو او پرون د هغه کونډې میرمنې یې مډال واخیست.

XS
SM
MD
LG