د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال نیکلسن شمالي وزیرستان کې له چا سره ولیدل؟


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکایي قوماندان، جنرال جان نیکلسن په یوه کم سفر کې د شمالي وزیرستان له بیلابیلو سیمو لیدنه کړې ده.

نیکلسن له هغو سیمو کتنه کړې چې ډیری خلک یې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله بولي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې امریکايي جنرال د خپلې لیدنې په ترڅ کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له "بریالیو عملیاتو" قدرداني کرې ده.

ددغه سفر په ترڅ کې پاکستاني پوځیانو د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان ته په شمالي وزیرستان کې د ترهګرې ضد عملیاتو، د جګړې وروسته په سیمه کې د انکشافي پروګرامونو او د بی ځایه شویو خلکو د بیرته ستنیدو په اړه توضیحات ورکړي دي.

"د پولې د امنیت دوه اړخیز میکانیزم"

شمالي وزیرستان ته په سفر کې د پاکستان د پوځ لوي درستیز، جنرال قمر جاوید باجوه د جنرال نیکلسن ملتیا کوله.

د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې جنرال نیکلسن له جنرال باجوه سره د ډیورند کرښې د امنیت ساتلو په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې پدغې لیدنې کې پاکستاني پوځیانو د کرښې په دواړو غاړو کې "د پولي د امنیت دوه اړخیز میکانیزم" پر اړتیا ټینګار کړی دی.

پاکستاني لوري له امریکايي پوځي مقام څخه غوښتي چې د یاد میکانیزم په عملي کولو کې مرسته وکړي.

شمالي وزیرستان د القاعده، طالبانو او حقاني شبکې په شمول د ځايي او نړیوالو ترهګرو ډلو له خوا د یو مرکز او د یاغیانو د بریدونو د پلانولو د یوې اډې په توګه کارول کیږي.

دا سیمه تر وروستیو وختونو پورې د مشکوکو تندلارو د پټنځایونو پرخلاف د متحده ایالاتو د بې پیلوټه بریدونو هدف و چې له امله یې په لسګونه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG