د لاس رسي وړ اتصالات

مارک میلي: اوس هم افغانستان کې د عملیاتو وړتیا لرو


د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي که له افغانستان څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، نو د مخنیوي لپاره یې د عملیاتو وړتیا لري.

جنرال مارک میلي چارشنبې مې ۱۱ (غوايي ۲۱) د امریکا د سنا مجلس ته په استماعیه غونډه کې ویلي، چې لا هم امریکايي پوځیانو پر افغانستان خپل څارګر فعالیتونه جاري ساتلي، خو په اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

جنرال مارک میلي وايي " موږ خپل څارنه جاري ساتلې ده، جزیاتو ته یې نه ورځم چې څنګه او کوم ډول میکانیزم دی، له افغانستان څخه د متوجه ګواښ په صورت کې موږ ددې وړتیا لرو چې ضربتي عملیات و کړو. "

د سنا مجلس په دې استماعیه غونډه کې څرګنده شوه چې یو شمېر سناتوران لا هم په افغانستان کې د داعش او القاعده په شمول د ترهګرو ډلو په اړه اندیښمن دي، خو جنرال مارک میلي وايي دوی به هیڅ کله اجازه ور نکړي چې افغانستان یو ځل بیا ترهګرو ډلو لپاره په امن ځای بدل شي.

مارک میلي وايي "تاسو او د امریکا خلک باید په دې پوه شئ چې د یوه پوځ په توګه موږ افغانستان ته د تلو پروخت خپلو کړو ژمنو ته متعهد یو، او هغه ژمنه دا وه چې موږ به دا ډاډ رامنځ ته کوو چې افغانستان به بیا په داسې ځای نه بدلیږي چې له هغه ځای به ترهګر پر امریکا برید کوي. "

جنرال میلي په داسې وخت کې دا څرګندونې کړي، چې طالبانو د ۲۰۲۰ کال د دوحې په تړون کې امریکا سره ژمنه کړې چې افغانستان به د ترهګرو پر ځالی نه بدلیږي، او له نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي.

یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، چې لا هم په افغانستان کې اورپکې ډلې په خپل ځای دي.

د افغانستان د پوځ یو پخواني جنرال صلاح الدین حمیدي امریکا غږ ته وویل،" زما په عقیده په تهدیدونو کې هیڅ تغیر نه دی راغلی، دا چې طالبان د حکومت په جوړولو مصروف دي، مګر نورې اورپکې ډلې، تروریستي ډلې په افغانستان کې شته دی، ددغو ډلو د تمویل، سوق او ادارې مرکزونه په خپل ځای دي. "

په افغانستان کې د امنیتي تهدیدونو په اړه اندیښنې په داسې وخت کې څرګندې شوې دي، چې په تېرې یوې میاشت کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د داعش لخوا په بریدونو او چادونو کې ګڼ شمېر ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،‌خو طالبان تل وايي چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

XS
SM
MD
LG