د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته د کرونا ضد ۳.۳ میلیون ډوزه واکسین ورکوي


د امریکا د افغانستان سره د ۳.۳ میلیون ډوزه واکسین د ورکولو ژمنه کړې وه چې لومړنۍ جوپه یې نن کابل ته ورسیده.
د امریکا د افغانستان سره د ۳.۳ میلیون ډوزه واکسین د ورکولو ژمنه کړې وه چې لومړنۍ جوپه یې نن کابل ته ورسیده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان سره د ۳.۳ میلیون ډوزه د کرونا ضد واکسین د جملې نه ۱.۴۸ میلیونه ډوزه یې نن جمعه د جولاۍ په نهمه (چنګاښ۱۸) کابل ته ورسیدل.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، " د کویډ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په برخې کې د امریکا د ژمنو سره سم، مونږ د جانسن او جانسن ۳.۳ میلیونه د کرونا ضد واکسین افغانستان ته ورکوو. مونږ د افغانستان سره د امنیت او روغتیا په برخو کې د ملاتړ لپاره د افغانستان د ولس سره ولاړ یو. "

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن هم ویلي چې د کرونا وبا خپریدو د نورې نړۍ په شان په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه چارې ګډوډې کړیدي.

ښاغلي ویلسن په ټویټر کې لیکلي، " خوښ یم چې د امریکا متحده ایالات افغانستان ته د جانسن او جانسن واکسین ورکوي چې یوازې یو ډوز لري. دا زمونږ د دوامدارې همکارۍ څرګندویي کوي. "

ښاغلي ویلسن د افغانستان چارواکو ته د دې واکسین د سپارلو پر مهال د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم د خپلو مرستو دوام ټینګار وکړ.

په همدې حالکېد افغانستان د عامې روغتیا د وزارت سرپرست، وحید مجروح د امریکا د دولت نه د دې واکسین د ورکولو له کبله د مننې تر څنګ وویل چې دا واکسین به د دریو میلیون څخه د ډیرو افغانانو ژوند وژغوري.

امریکا دا واکسین پداسې وخت کې افغانستان ته ورکوي چې په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۱۹۱ مثبتې پیښې ثبت شوي او ۷۷ یې مړه کړي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو او د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته روغتیایي خدماتو ته د افغانانو د لاسرسي او خدمتونو په هکله اندیښنه ښودلې.

د دې ادارې یو چارواکي ریک برنین ویلي، " دا ډیر د اندیښنې وړ حالت دی او د پراخیدو په حال کې دی. "

هغه خبریالانو ته وویل، " مونږ د روغتیایي خدماتو د لاسرسي په هکله اندیښنه لرو. "

XS
SM
MD
LG