د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د ټولنیزو رسنیو په مرسته امریکایي ځوانان هڅوي


متحده ایالتونو ته زیاتره هغه ځوانان گواښ پېښولای شي چې د جنگ لپاره سوریې ته ځي او بېرته دې هېواد ته راځي
متحده ایالتونو ته زیاتره هغه ځوانان گواښ پېښولای شي چې د جنگ لپاره سوریې ته ځي او بېرته دې هېواد ته راځي

د متحده ایالتونو د کانگرس د کورني امنیت د کمیسیون غړي په یوه استماعیه غونډه کې د دې هېواد د دریو امنیتي ادارو څخه د اسلامي دولت ډلې د مخ پر ودې گواښونو او متحده ایالتونو ته د سوریي کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې د نیول شویو تدابیرو په اړه د معلوماتو غوښتونکي شول.

پدې غونډه کې د اف.بي.آی ادارې مشر جېمز کامي ټولنیزې رسنۍ د جنگیالیو د استخدام یوه لویه وسیله وبلله او زیاته یې کړه چې د داعش ډله له همدې وسیلې څخه په گټې اخیستو په دې هېواد کې د متردده ځوانانو څخه د خپلو موخو د پلي کولو کار اخلي.

د اف.بي.آی د مشر په وینا، د اسلامي دولت ډله د ټولنیزو رسنیو له لارې د متحده ایالتونو په ټولو پنځوسو ایالتونو کې د متردده خلکو موبایلونو ته داخله شوې ده او ځوانانو ته دا پیامونه لېږي چې "یا دلته سوریې ته راشئ او یا که چېرې نشۍ راتللی نو په هرځای کې چې یاست، مخالفان ووژنئ."

ښاغلي کامي زیاته کړه چې متحده ایالتونو ته زیاتره هغه ځوانان گواښ پېښولای شي چې د جنگ لپاره سوریې ته ځي او بېرته دې هېواد ته راځي.

پدې غونډه کې د کورني امنیت وزیر جې جانسن په متحده ایالتونو کې د سوریي کډوالو د منلو په اړه ووېل چې دغه اداره د هر هغه سوریي کډوال سوابق به په ډېر ځېر وڅېړي چې غواړي دې هېواد ته راشي.

ښاغلي جانسن ووېل، که څه هم د کورني امنیت اداره به ونشي کړای چې د زیاترو سوري کډوالو بشپړ معلومات ترلاسه کړي، خو ووېل چې د هر کډوال په اړه جدي څېړلو ته ژمن دی.

د کورني امنیت وزیر دا هم ومنله او ووېل، هغه بنسټپال چې د اروپایي هېوادونو څخه متحده ایالتونو ته د ننوتلو پر وخت ویزې ته اړتیا نلري، کیدایشي چې یو ستر گواښ وي.

د متحده ایالتونو حکومت په پام کې لري چې سږ کال ١٠ زره سوریي کډوال ومني.

XS
SM
MD
LG