د لاس رسي وړ اتصالات

هېګسېت: د “طلايي ګومبزې” لومړنی راکټي دفاعي سیستم په بریالیتوب سره وازمویل شو

 د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پیت هېګسېت
د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پیت هېګسېت

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ ویلي چې د امریکا لپاره د “طلايي ګومبزې راکټي دفاعي پروګرام” لومړنی ازمایښت په بریالیتوب ترسره شو، او دا اقدام یې د هېواد او خاورې د ساتنې دپاره او د عصري ګواښونو پر وړاندې د یو څو پوړیز دفاعي سپر د جوړولو په لور مهم ګام بللی دی.

هېګسېټ په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې دا ازمایښت د انرژۍ د پرمختللې هدایت شوې ټکنالوژۍ په وسیله ترسره شوی، داسې سیستم چې د هغه په وینا هممهاله د ګواښونو د پېژندلو، نښه کولو او مخنیوي وړتیا لري.

هغه ویلي چې په دې ازمایښت کې ټول سمبولیک اهداف، چې بې‌پیلوټه الوتکې او کروز راکټونه پکې شامل وو، په بریالیتوب سره تعقیب او له منځه وړل شوي دي. هغه دا ازمایښت د امریکا د دفاعي وړتیاوو د عصري کولو په هڅو کې یو مهم پرمختګ بللی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر دا ازمایښت “ تاریخي بدلون او مهم پړاو” بللې او ویلي یې دي چې دا امکان یوازې د نوي بودیجې د لایحې له برکته برابر شوی دی.

د هغه په وینا د “طلايي ګنبد” پروګرام د ټرمپ ادارې له ستراتیژیکو لومړیتوبونو څخه یو ګڼل کیږي چې هدف یې د بالستیکو توغندیو، کروز میزایلو، بې‌پیلوټه الوتکو او نورو پرمختللو وسلو پر وړاندې د امریکا دفاعي وړتیا پیاوړې کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هېګسیت ویلي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر د رونالډ ریګن د “ستراتیژیک دفاعي نوښت” مفکوره په عملي واقعیت بدلوي.

د امریکا د جګړې وزیر زیاته کړه: “د طلايي ګنبد له لارې به د جګړې وزارت د خپل هېواد دفاع او ساتنه له پخوا څخه په ډېر ځواک سره وکړای شي. طلايي ګنبد یو ریښتینی، ځواکمن او د پلان له مخې په پرمختللې تکنالوژۍ ولاړسیستم دی.”

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۰مه، په یوه اجراییوي فرمان کې ویلي و چې متحده ایالتونه به د نوي نسل د راکټي دفاعي سپر په جوړولو او ساتلو سره د خپلو وګړو او هېواد ګډه دفاع یقیني کړي.

هغه خبرداری ورکړی و چې د بالستیک، هایپرسونیک، کروز او نورو پرمختللو هوايي بریدونو ګواښونه لا هم د امریکا لپاره تر ټولو ستر او ویجاړونکي ګواښونه ګڼل کېږي.

ټرمپ همدارنګه د رونالډ ریګن پخوانیو هڅو ته اشاره کړې وه چې د اټومي بریدونو پر وړاندې د دفاعي سیستم د جوړولو لپاره ترسره شوې وې، خو مخکې له بشپړیدو لغوه شوې وې.

هغه ویلي و چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له بالستیک ضد تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته، د امریکا دفاعي پالیسي تر ډېره د محدودو ګواښونو او یا غیرمجازي توغندیو پر وړاندې تمرکز کړی دی.

د ټرمپ په باور، په تېرو ۴۰ کلونو کې د ګواښونو کچه کمه شوې نه ده، بلکې د نوو ستراتیژیکو وسلو او پرمختللو راکټي سیستمونو له امله لا هم پیچلې او خطرناکه شوې ده.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG