د لاس رسي وړ اتصالات

د فدرال حکومت په پرانستلو د سپینې ماڼۍ او د کانگرس لانجه


مرستیال ولسمشر مایک پېنس، د ولسمشر سلاکار او زوم جرید کوشنر، د امریکا د کورني امنیت وزیره او د ولسمشر ترمپ د دفتر موقت رئیس د کانگرس غړو سره خبرې وکړې.
مرستیال ولسمشر مایک پېنس، د ولسمشر سلاکار او زوم جرید کوشنر، د امریکا د کورني امنیت وزیره او د ولسمشر ترمپ د دفتر موقت رئیس د کانگرس غړو سره خبرې وکړې.

د امریکا د فدرال حکومت د ځینو برخو تړل درېمې اونۍ ته داخل شو.

مرستیال ولسمشر مایک پینس په یوه تویت کې د کانگرس د غړو سره خبرې "رغنده" وبللې.

خو د سپېنې ماڼۍ د چارواکو او د کانگرس د غړو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته ولسمشر ترمپ پخپل تویتر کې ولیکل؛ "نن ډېر پرمختگ ونه شو. سبا به بیا بحث کیږي."

د امریکا د نوي کانگرس د غړو سره په بحث کې د سپینې ماڼۍ جگپوړی سلاکار او د ولسمشر زوم جیرید کوشنر او د کورني امنیت وزیره کرستچین نیلسن هم شامل و. ولسمشر ترمپ ویلي چې نن یکشنبې به کمپ دیوید ته ولاړ شي او د سرحدي امنیت په اړه به د جگپوړو کارکونکو سره بحث وکړي.

د مکسيکو سره د ديوال د جوړولو په سر د لانجې له امله د امریکا د فدرال حکومت ځینې برخې د اولسو ورځو راهیسي بندې دي. د فدرال حکومت 800 زره کارکونکي یا په کورونو ناست دي یا بې معاشه کار کوي.

د فدرال حکومت ځیني کارکونکي وایي د دوی د کور پور، کور کرایه او د وړکتونو فیس به اغیزمن کړي. ځیني نور بیا دا اندیښنه لري که چېرې د حکومت بندیدل ډیر دوام وکړي نه پوهیږي د تیلفون د بل پیسې او د خوراک پیسې له کومه کړي.

ولسمشر ټرمپ د مکسيکو په پوله د ديوال د جوړولو دپاره پنځه نیم میلیارده ډالره غواړي خو ډموکراټان چې په کانگرس کې اکثریت دي هوډ کړی چې ولسمشر ته به د دیوال د جوړولو لپاره پیسې ورنکړي. ډموکراتانو روانه اوونۍ يې يوه مسوده منظور کړې خو د ديوال جوړولو دپاره یې د پېسو منظوري نه ده ورکړې.

د یوتا د پوهنتون استاد تم چمبلس وایي د حکومت پر بندیدلو او بیا پرانستلو باندې د پنځو میلیارډو ډالر ډیر مصرف راځي، شاوخوا هغومره مصرف چې ولسمشر ترمپ یې د دیوال د جوړولو لپاره غواړي.

د ډېموکرات ګوند يو سلاکار چې د پرونۍ غونډې په اړوند مالومات لري، وایي چې دموکراتانو په ټینگه له حکومت څخه غوښتي چې د حکومت تړلې برخې پرانيزي. او تر څو پورې چې حکومتي برخې تړلې وي د پولې د امنيت په لانجه پرمختګ نه شي کېدی.

XS
SM
MD
LG