د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت قوانین آسانه کوي


افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته څه باندې ۱۲۰ زره کسان د کابل د افغانستان نه وایستل شول.
افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته څه باندې ۱۲۰ زره کسان د کابل د افغانستان نه وایستل شول.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي حکومت د نویو راغلیو افغانانو لپاره د مهاجرت قوانین آسانه کوي چې د ځای پر ځای کیدو بهیر یې چټک شي.

د اګست په میاشت کې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ او د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د افغانستان څخه د خطر سره مخ افغانانو د راایستلو بهیر پيل کړ، متحده ایالاتو ته د " متحدینو د ښه راغلاست عملیاتو" په ترڅ کې شاوخوا ۷۰ زره افغانان راغلي

د امریکا د کورني امنیت وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، "هغه افغانان چې د روان کال د جولای د میاشتې د ۳۰ مې نیټې وروسته متحده ایالاتو ته راغلي کولی شي چې د دایمې اوسیدو د سند (ګرین کارت) او کار کولو د جوازونو د تر لاسه کولو لپاره د آسانه شویو طرزالعملونو نه ګټه واخلي".

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې دا افغانان ددې اسنادو د تر لاسه کولو لپاره د فیس ورکولو نه هم معاف دي چې زرګونه امریکایي ډالر کیږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الیهاندرو مایورکاس په اعلامیې کې ویلي، " را ایستل شویو افغانانو ته د آسانه شویو طرزالعملونو په برابرولو او فیسونو معاف کولو، مونږ افغان متحدینو ته د فرصتونو دروازې پرانیزو چې هغوي وکړی شي زمونږ د هیواد په ټولو برخو کې خپل ژوند په چټکۍ پیل کړي".

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي، "دا اقدامات هغو افغانانو ته زمونږ روان تعهد څرګندوي چې په تیرو دوو لسیزو کې د متحده ایالاتو حکومت سره ارزښتناکه همکاري کړې او یا د خطر سره مخ افغانان دي".

د اګست په میاشت کې څه باندې ۱۲۰ زره کسان د کابل د هوایي ډګر د لارې را وایستل شول چې دیپلوماتان، بهرني اتباع او لس ګونه زره افغانان پکې شامل دي چې د طالبانو د راتګ نه وروسته یې هیواد پریښود.

سره لدې چې طالبانو کابل ته د راتګ نه وړاندې په یوې اعلامیې کې هغو افغانانو ته چې د بهرنیو ځواکونو سره یې د ژباړونکو په توګه کار کړی و ویلي و چې هیواد دې نه پریږدي او دا ډله ورسره کار نلري خو دغو کسانو د طالبانو په ژمنو باور نه درلود.

XS
SM
MD
LG